نن د ا. ا. ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ په چین کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ناستې په څنډه کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر ښاغلي رشید مرادوف سره وکتل.

sediqi
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۰ - ۲۲:۲۵
moec

نن د ا. ا. ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ په چین کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ناستې په څنډه کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر ښاغلي رشید مرادوف سره وکتل.

په دې ناسته کې د کانونو او پټرولیم وزیر شیخ شهاب الدین دلاور او د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف هم حضور درلود.

د خبرو محوري موضوعات ټاپي، ټاپ او د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ سوداګري او دوه اړخیزه همکاري وه.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه چې د ټاپې پروژې د عملې چارو د پیلولو تر څنګ د اورګاډي پټلۍ او نورو پروژو چې له افغانستان څخه تیريږي ورته تیاری لري.

متقي صاحب په عشق اباد کې د افغانستان سفارت کې د نویو دیپلوماتانو د منلو له امله مننه وکړه او ترکمنستان د وروستیو بشري مرستو هرکلی یې وکړ. متقي صاحب زیاته کړه چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت به د ټاپي او نورو سترو پروژو د پلي کېدو لپاره د اسانچارۍ لپاره ټولې هڅې په لار واچوي.

د کانونو وزیر شیخ دلاور صاحب ټاپي پروژه حیاتي وبلله او د ځمکې د استملاک په ګډون د پاتې مسایلو د حل کولو اړوند یې روانې هڅې جدي وبللې.

د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف وویل، اوس هغه وخت راغلی چې د افغانستان ګاونډي او د سیمي هیوادونه د اقتصادي پروژو او دوه اړخیز تجارت ته په وده ورکولو کې سره پوره همکار پاتي شي او زیاته یې کړه چې اسلامي امارت تر نویو تحولاتو وړاندې هم د ټاپي پروژې ملاتړ او د همکارۍ ډاډ ورکړی وو.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۴ - ۱۴:۵۲
Background image

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او د اجنډا سره سم پر ټاکل شوو موضوعاتو بحث وشو.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او د اجنډا سره سم پر ټاکل شوو موضوعاتو بحث وشو. په غونډه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۲ - ۸:۴۰
Background image

د ا.ا.ا د هېواد اقتصادي ثبات په پار کوټلي ګامونه اخیستي چې له امله یې د 1401 کال د حمل میاشتې له لومړۍ نېټې د کب میاشتې تر شلمې د صادراتو کچه 1900 میلیونو ډالرو ته رسېدلې. په داسې حال کې چې په 1400 لمریز کال کې د صادراتو کچه بیا 850 میلیونو ډالرو ته رسېد

د ا.ا.ا د هېواد اقتصادي ثبات په پار کوټلي ګامونه اخیستي چې له امله یې د 1401 کال د حمل میاشتې له لومړۍ نېټې د کب میاشتې تر شلمې د صادراتو کچه  1900 میلیونو ډالرو ته رسېدلې. په داسې حال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۱ - ۹:۳۵
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د قطر په پلازمېنه دوحه کې له امریکا سره د لاسلیک شوي تړون د درېیمې کلیزې په مناسبت ارګ کې جوړو شوو مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د قطر په پلازمېنه دوحه کې له امریکا سره د لاسلیک شوي تړون د درېیمې کلیزې په مناسبت ارګ کې جوړو. . .

BACK TO NEWS