نن د ا. ا. ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ په چین کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ناستې په څنډه کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر ښاغلي رشید مرادوف سره وکتل.

sediqi
Wed, Mar 30 2022 10:25 PM
moec

نن د ا. ا. ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ په چین کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ناستې په څنډه کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر ښاغلي رشید مرادوف سره وکتل.

په دې ناسته کې د کانونو او پټرولیم وزیر شیخ شهاب الدین دلاور او د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف هم حضور درلود.

د خبرو محوري موضوعات ټاپي، ټاپ او د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ سوداګري او دوه اړخیزه همکاري وه.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه چې د ټاپې پروژې د عملې چارو د پیلولو تر څنګ د اورګاډي پټلۍ او نورو پروژو چې له افغانستان څخه تیريږي ورته تیاری لري.

متقي صاحب په عشق اباد کې د افغانستان سفارت کې د نویو دیپلوماتانو د منلو له امله مننه وکړه او ترکمنستان د وروستیو بشري مرستو هرکلی یې وکړ. متقي صاحب زیاته کړه چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت به د ټاپي او نورو سترو پروژو د پلي کېدو لپاره د اسانچارۍ لپاره ټولې هڅې په لار واچوي.

د کانونو وزیر شیخ دلاور صاحب ټاپي پروژه حیاتي وبلله او د ځمکې د استملاک په ګډون د پاتې مسایلو د حل کولو اړوند یې روانې هڅې جدي وبللې.

د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف وویل، اوس هغه وخت راغلی چې د افغانستان ګاونډي او د سیمي هیوادونه د اقتصادي پروژو او دوه اړخیز تجارت ته په وده ورکولو کې سره پوره همکار پاتي شي او زیاته یې کړه چې اسلامي امارت تر نویو تحولاتو وړاندې هم د ټاپي پروژې ملاتړ او د همکارۍ ډاډ ورکړی وو.

 

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS