د فراه ولایت اوسیدونکو ته د( Help) موسسې له لوري د فني او حرفوي زده کړو زمینه برابره شوه

habibi_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۸ - ۹:۳
فراهم سازی زمینه آموزش فن و حرفه از سوی موسسه "Help" برای شهروندان ولایت فراه؛

افغانستان- د اقتصاد وزارت: د فراه ولایت (۱۴۶) اوسیدونکو د آلمان هیواد د ( Help) موسسې له لوري د شپږ میاشتنۍ فني او حرفوي زده کړو په بشپړاوي سره د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

د دې فارغانو څخه ۵۱ تنه یې مېرمنې دي.

دغو زده کوونکو ته دفراه ولایت د اقتصاد ریاست په همکارۍ د خیاطی، د برېښنا تخنیک او نلدوانۍ په برخو زده کړه ورکړل شوې ده.

د فراه ولایت د اقتصاد رییس محمد سالم نوروزي په هغه غونډه کې، چې د همدې مناسبت لپاره د ولایت په ګلچین تالار کې جوړه شوې وه د (Help) موسسې څخه په مننې د یادې موسسې له لوري د داسې برنامو جوړول یې د کورني اقتصادې د ودې لپاره اغیزمن وبلل. او د برنامې له فارغانو یې وغوښتل، چې د دې برنامې له فني او حرفوي زده کړو څخه استفاده وکړي او کاري بوختیاوې دې رامنځته کړي. خپل مهاروتونه دې د نورو ښاریانو سره شریک کړي.

د (Help) موسسې بنسټ ایښودونکو هم د دې برنامې په دوام ټینګار وکړ.

په دې ناسته کې، چې د فراه ولایت لوړ رتبه چارواکو هم ګډون درلود، د فن او حرفې د زده کړې لپاره د برنامې د ګډون کوونکو څخه او د هغوی د زیار او ارادې لپاره د ستاینلکونو په ورکولو سره مننه وکړه.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۴:۱۹
Background image

*محترم الحاج قاري دین‌محمد «حنیف» د اقتصاد وزیر، د نړیوالې موسسې CRS له عمومي رئیس شان کلاهان او ورسره مل پلاوي سره د لیدنې پر مهال، د بشري مرستو د دوام، د معیشتي ستونزو اغېزمنې حل‌لارې او راستنېدونکو ته د لازمې اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې.*

په دې لیدنه کې، د اسیا او اروپا لپاره د CRS د سیمه‌ییز دفتر رئیس حسن محمد المهدي او په افغانستان کې د CRS د دفتر رئیسې مېرمن برانون مور هم ګډون درلود. د یادې موسسې مسؤلینو د کرنې او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۹:۴۶
Background image

په زابل ولايت کي (316) کورنیو ته څه باندي دوه (٢) ميليونه افغانی وويشل شوي

په زابل ولايت کي (316) کورنیو ته څه باندي دوه (٢) ميليونه افغانی وويشل شوي

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۵:۲۵
Background image

د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر له مشرې ډانیل اندریس او د اوچا له مشرې میرمن ایزابیل موسارډ سره وکتل.

نن یکشنبه د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې په ۲۳ نیټه چې د ۱۴۰۲ هجري شمسی، کال د میزان د میاشتې له ۱۶ مي نیټې سره سمون خوري د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر الحاج قاري دین محمد حنیف. . .

BACK TO NEWS