د اقتصاد وزیر: موږ ژمن یو، چې د کورني اقتصاد د ودې لپاره له هر ډول اقدام څخه ملاتړ وکړو

habibi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۲ - ۹:۲۰
وزیر اقتصاد: ما متعهد به حمایت از هر اقدامی، برای رشد اقتصاد خانواده‌ هستیم

افغانستان - اقتصاد وزارت: د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي د تغذیې او کورني اقتصاد د انسټیټوټ استازي سره وکتل.

په دې ناسته کې د عامه تغذیې او کورني اقتصاد انسټیټوټ رییس ډاکټر محب الله وحدتي اقتصاد وزیرې ته د عامه تغذیې په برخه کې د مهارتونه په ځانګړي ډول د ښځو د زده کړو او مهارتونو د پراختیا او د انستیتوت د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړ.

د اقتصاد وزیرې، د کورني اقتصاد د موخو لپاره ساینسي څیړنې پیل کول او په هیواد کې د دې نوم او اهدافو سره د یوې ادارې رامینځته کیدلو باندې ټینګار وکړ، او زیاته کړه: چې د اقتصاد وزارت د کورنیو اقتصاد د ودې او ملاتړ لپاره ژمن دی.

ډاکټر فاریابي ټینګار وکړ، چې د تغذیې او کورني اقتصاد په اړه د عامه پوهاوي پیاوړتیا لپاره باید ګډ کنفرانسونه جوړ شي. او ډاډ یې ورکړ، چې اقتصاد وزارت به علمي او مسلکي نهادونو ته فرصت چمتو کړي، چې په اقتصادي تحلیل کې برخه واخلي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۴:۱۹
Background image

*محترم الحاج قاري دین‌محمد «حنیف» د اقتصاد وزیر، د نړیوالې موسسې CRS له عمومي رئیس شان کلاهان او ورسره مل پلاوي سره د لیدنې پر مهال، د بشري مرستو د دوام، د معیشتي ستونزو اغېزمنې حل‌لارې او راستنېدونکو ته د لازمې اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې.*

په دې لیدنه کې، د اسیا او اروپا لپاره د CRS د سیمه‌ییز دفتر رئیس حسن محمد المهدي او په افغانستان کې د CRS د دفتر رئیسې مېرمن برانون مور هم ګډون درلود. د یادې موسسې مسؤلینو د کرنې او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۹:۴۶
Background image

په زابل ولايت کي (316) کورنیو ته څه باندي دوه (٢) ميليونه افغانی وويشل شوي

په زابل ولايت کي (316) کورنیو ته څه باندي دوه (٢) ميليونه افغانی وويشل شوي

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۵:۲۵
Background image

د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر له مشرې ډانیل اندریس او د اوچا له مشرې میرمن ایزابیل موسارډ سره وکتل.

نن یکشنبه د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې په ۲۳ نیټه چې د ۱۴۰۲ هجري شمسی، کال د میزان د میاشتې له ۱۶ مي نیټې سره سمون خوري د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر الحاج قاري دین محمد حنیف. . .

BACK TO NEWS