یو باب ښوونځی د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ اړوند په شونکړي سیمه کې د هندوستان هیواد د ۱۰۰ میلیوني ډالرو له مرستې ورغول شو.

habibi_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۹ - ۸:۳۰
mage

افغانستان — د اقتصاد وزارت: د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ اړوند په شونکړي سیمه کې د یوې ښوونځۍ لپاره نوې ودانۍ د هندوستان هېواد د ۱۰۰ میلیوني امریکایي ډالرو د مرستې له لارې جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه ښوونځی ۱۰ درسي ټولګیو درلودونکی دی، چې د ۱۱۱۲۹۱۳۰ افغانیو په ارزښت یې رغنیزې چارې بشپړې شوې.

د یاد مکتب په جوړېدا سره د اړوندې سیمې خلکو د اولادونو لپاره ګڼې اسانتیاوې رامنځته شوې، چې د سیمې خلک خورا زیات ورته خوشحاله دي.

د هندوستان دولت د ټولنیزو پروژو د تطبیق په اډانه کې ( SDP/HICDP) له لارې په کونړ ولایت کې ۱۱ ټولنیزې پروژې د ۲۶۱۵۲۹۸ میلیونه ډالرو په ارزښت تېر کال جوړې کړي، چې پکې ۷ بابه ښوونځي، د ۱۵۰ مترو په اندازې استنادي دیوال، د یو کرنیز او ښوونیز مرکز لپاره ودانۍ، د اوبو رسولو بند، د سیدجمال الدین پوهنتون د ساتنې لپاره د دیوال جوړول او د میرمنو لپاره د ښوونیز مرکز ودانۍ جوړول شامل دي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۴:۱۹
Background image

*محترم الحاج قاري دین‌محمد «حنیف» د اقتصاد وزیر، د نړیوالې موسسې CRS له عمومي رئیس شان کلاهان او ورسره مل پلاوي سره د لیدنې پر مهال، د بشري مرستو د دوام، د معیشتي ستونزو اغېزمنې حل‌لارې او راستنېدونکو ته د لازمې اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې.*

په دې لیدنه کې، د اسیا او اروپا لپاره د CRS د سیمه‌ییز دفتر رئیس حسن محمد المهدي او په افغانستان کې د CRS د دفتر رئیسې مېرمن برانون مور هم ګډون درلود. د یادې موسسې مسؤلینو د کرنې او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۹:۴۶
Background image

په زابل ولايت کي (316) کورنیو ته څه باندي دوه (٢) ميليونه افغانی وويشل شوي

په زابل ولايت کي (316) کورنیو ته څه باندي دوه (٢) ميليونه افغانی وويشل شوي

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۵:۲۵
Background image

د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر له مشرې ډانیل اندریس او د اوچا له مشرې میرمن ایزابیل موسارډ سره وکتل.

نن یکشنبه د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې په ۲۳ نیټه چې د ۱۴۰۲ هجري شمسی، کال د میزان د میاشتې له ۱۶ مي نیټې سره سمون خوري د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر الحاج قاري دین محمد حنیف. . .

BACK TO NEWS