په بادغیس کې د پراختیایيکمیټې غونډه جوړه شوه
افغانستان- اقتصاد وزارت: په بادغیس ولایت کې د پراختیایيکمیټې غونډه (PDC) د مقام د اقتصادي او ټولنیزو چارو مرستیالې زرغونې شیرزاد په مشرۍ او د اقتصاد ریاست په سکرتریت او د دولتي ادارو د رییسانو په ګډون د ولایت د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې د پراختیایيکمیټې د ارزښت په اړه او د پراختیایيپروژو په اړوندو موضوعاتو بحث وشو. د سولې او کرونا وروسته د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره د طرحې په جوړولو، په ولایت کې د صنعتيمېنه د جوړولو لپاره د سیمې د ټاکل، د سکتوري کمیټې د میاشتنۍ غونډې د جوړولو څرنګوالی، د اوسیدونکو له لوري د وړاندې شويو پراختیایيپروژې په قادس او آبکمري ولسوالیو کې د دوو بابو ښوونځیو د جوړولو د چارو د ځنډ لاملونه، د غونډې د خپرولو د ارزښت پوهاوی او په ځانګري ډول د خوړو خوندیتوب د ارزښت په اړه خبرې وشوې او لازمې پرېکړې ونیول شوې.