د هیواد د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي په کابل کې د اووم زدکړییز نندارتون په مناسبت خبرې وکړه

habibi_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۸ - ۸:۴۰
image

د هیواد د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي په کابل کې د اووم زدکړییز نندارتون په مناسبت خبرې کولې او ویل یې، چې ۱۷.۲ میلیونه کسان په افغانستان کې دداسې حالت سره مخ دي، چې ۹.۷ میلیونو کسانو ژوند د اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

هغې همداراز زدکړې د پرمختګ د ایجادولو یوه زمینه یاده کړه او دایې د ټولنیز او اقتصادي ژوند د ودې لپاره په ټولنه کې اړینې وګڼلې او د افغانستان سوکالۍ او ښیرازۍ د لوړو زدکړو په موسساتو باندې ولاړه ده او هیله یې څرګنده کړه، چې معیاري زده کړې د پرمختللې ټولنې د رامنځته کیدو ارمان دی.

هغې زیاته کړه، چې زموږ مسولیت یوازې دانه ده، چې موږ دې زده کوونکي فارغ کړو، بلکې د دوی لپاره د دندې زمینې جوړول زموږ لپاره ډېر اړین دي. په دې وروستیو کې د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې د ارقامو له مخې د هیواد په کچه په سل کسانو کې ۱۸.۶ کس بیکاره دي.

په خصوصي سکتورنو کې د کار زده کول او د چارو شفټ او په پراختیا او حکومتوالۍ همداراز په استخدام کې ځینې داسې لارو چار باندې اقتصاد وزارت کار پیل کړی، چې د دندو په موندنو کې به ټولې ننګونې حل شي.

ورپسې دارشاد، حج اوقافو وزارت مرستیال دوکتور مظفر د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي پوهنتونونو رییس د داسو نندارتونونو جوړول په هیواد کې د زده کړو لپاره موجوده فرصتونه وګڼل او د هغوی څخه یې ملاتړ وکړ او دایې د هیواد د پرمختګ سبب وبلل.

دغه نندارتون به د ۱۴۰۰ د وري د میاشتې تر ۱۱ نیټې پورې د افغانستان د نندارتونونو د مرکز له لوري په شهرنو کې خلاص شوی او په هیواد کې ۴۰ کورنیو او بهرنیو پوهنتونونو او د عالي زده کړو تسهیل کونکو نهادونه د بازارموندنې او بازار جوړونې لپاره په کې ګډون کړی دي.

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۴:۱۹
Background image

*محترم الحاج قاري دین‌محمد «حنیف» د اقتصاد وزیر، د نړیوالې موسسې CRS له عمومي رئیس شان کلاهان او ورسره مل پلاوي سره د لیدنې پر مهال، د بشري مرستو د دوام، د معیشتي ستونزو اغېزمنې حل‌لارې او راستنېدونکو ته د لازمې اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې.*

په دې لیدنه کې، د اسیا او اروپا لپاره د CRS د سیمه‌ییز دفتر رئیس حسن محمد المهدي او په افغانستان کې د CRS د دفتر رئیسې مېرمن برانون مور هم ګډون درلود. د یادې موسسې مسؤلینو د کرنې او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۹:۴۶
Background image

په زابل ولايت کي (316) کورنیو ته څه باندي دوه (٢) ميليونه افغانی وويشل شوي

په زابل ولايت کي (316) کورنیو ته څه باندي دوه (٢) ميليونه افغانی وويشل شوي

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۵:۲۵
Background image

د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر له مشرې ډانیل اندریس او د اوچا له مشرې میرمن ایزابیل موسارډ سره وکتل.

نن یکشنبه د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې په ۲۳ نیټه چې د ۱۴۰۲ هجري شمسی، کال د میزان د میاشتې له ۱۶ مي نیټې سره سمون خوري د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر الحاج قاري دین محمد حنیف. . .

BACK TO NEWS