د اقتصاد وزیرې د اقتصادي همکاریو سازمان (ECO) د منځ وزارتي په پنځمه ناسته کې ګډون وکړ

habibi_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۵ - ۸:۳۴
image

افغانستان - د اقتصاد وزارت: د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي او د وزارت د تخنیکي او مسلکي معینیت سرپرست محمد نبي سروش، د اقتصادي همکاریو د سازمان ECO د وزارتونو ترمنځ په پنځمه ناسته کې چې تاجکستان هېواد کې ترسره شوې وه، په آنلاین بڼه ګډون وکړ.

ډاکټر فاریابي د تاجکستان په کوربه توب د (ایکو) ناستې له ترسره کولو او هم په ناسته کې د ټولو غړو څخه په دې نړیوال سازمان کې د هغوی د اقتصادي ګډو همکاریو لپاره او په ځانګړې توګه د کرونا ناروغۍ په حساسه موده کې د هغوی له همکاریو مننه وکړه.

د اقتصاد وزارت د تخنیکي او مسلکي معینیت سرپرست محمد نبي سروش، په دې ناسته کې ټینګار وکړ، چې افغانستان کولای شي د دغه سیمه ییز سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د اړیکې ورکولو پولې په توګه، د ترانزیټ، سوداګرۍ، پانګونې او ودې فرصتونه د سیمې د هېوادونو د پرمختګ لپاره د دې سازمان د ګډو همکاریو په چوکاټ کې رامنځته کړي.

ګډونوالو د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) د پنځمې ناستې جوړولو موخه، د ګډو اقتصادي همکاریو د پروسې ګړندي کول، سیمه ییز تړون، د پانګونې پراختیا، بې وزلي او د ناوړه ناروغیو لکه کرونا سره مبارزې، د نشه کوونکو توکو د قاچاق څخه ډډه او ګډو پولو ته پاملرنه، وښودلې.

د (ایکو) سازمان یو سیمه ییز سازمان دی چې زیاتره د اقتصاد په برخه کې کار کوي او د افغانستان، ایران، ترکیې، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان، آذربایجان، ازبکستان، قزاقستان او قرغزستان په هېوادونو کې فعالیت لري.

دم ګړۍ، د یاد سازمان ریاست د تاجکستان پر غاړه دی او دغه ریاست به د یو کال لپاره وي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۵:۲۵
Background image

د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر له مشرې ډانیل اندریس او د اوچا له مشرې میرمن ایزابیل موسارډ سره وکتل.

نن یکشنبه د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې په ۲۳ نیټه چې د ۱۴۰۲ هجري شمسی، کال د میزان د میاشتې له ۱۶ مي نیټې سره سمون خوري د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر الحاج قاري دین محمد حنیف. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۴:۲۵
Background image

د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف په هرات ولایت کې د زلزله ځپلو کورنیو ته د رسیدګۍ په موخه د کورنیو او بهرنیو غیر دولتي ادارو له مسوولینو سره د مرستو او بشردوستانه فعالیتونو د ګړندیتوب په موخه غونډه وکړه.

نن یکشنبه  د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې ۲۳ نیټه چې د ۱۴۰۲ هجري شمسی کال د میزان د میاشتې د ۱۶ نیټې سره سمون خوري الحاج قاري دین محمد حنیف د اقتصاد وزارت سرپرست د کورنیو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۱ - ۱۵:۳۸
Background image

د اقتصاد وزارت د رهبري پلاوي نوبتي غونډه د اقتصاد وزارت سرپرست، قاري دین محمد حنیف په مشرۍ جوره شوه.

نن سه شنبه د ۱۴۴۲/۶/۲۱ هـ ش نیټه چې د ۱۴۴۵/۲/۲۶ هـ ق نیټې سره سمون خوری د اقتصاد وزارت د رهبري پلاوي نوبتي غونډه د اقتصاد وزارت سرپرست، قاري دین محمد حنیف په مشرۍ، د اقتصاد وزارت مالي. . .

BACK TO NEWS