د اقتصاد وزات د رهبرۍ دوهمه ناسته جوړه شوه

habibi_admin
شنبه ۱۴۰۰/۳/۱ - ۸:۳۹
image

افغانستان - د اقتصاد وزارت: د اقتصاد وزارت د رهبرۍ دوهمه ناسته د اقتصاد وزیرې ډاکتر کریمه حامد فاریابي په مشرۍ او د وزارت مرستیالانو، مرکزي رییسانو او د ځینو ولایتي رییسانو په ګډون جوړه شوه.

د اقتصاد وزیرې په دې ناسته کې له MIS سیستم څخه د استفادې لپاره مننه وکړه او د مرکزي او ولایتي رییسانو ته یې هدایت وکړ، چې د خپل کړنو راپورونه په سیستم کې ثبت کړي.

همدارنګه ډاکتر فاریابي په اداري مصارفو کې د کمښت او د قراردادونو په تړون کې د روڼتیا اصل ته په پاملرنې ټینګار وکړ.

په دې غونډه کې د بودیجې په مصرف کې پرمختګ، د وزارت په جوړښت کې اصلاحات، د وزارتي دننه کمېټو د غړیو ریاستونو د راپور ورکوونې د تګلارې تنظیم، په فترونو کې د حفظ الصحې د لارښود پلي کول، د جینوا کنفرانس ژمنو ته تطبیقي پلان جوړول او د ولایاتو د اقتصاد ریاستونو د وړاندیزونو او ننګونو په اړه بحث وشو.

د بدخشان، کاپیسا، بلخ او هلمند ولایتونو د اقتصاد رییسانو په سکتوري ادارو کې د همغږۍ به اړه خپل وړاندیزونه وړاندې کړل.

د اقتصاد وزیرې په دې غونډه کې د وزارت د ولایتي ریاستونو د ننګونې د حل لپاره ټینګار وکړ او د لا زیاتو همغږیو او د شته ننګونو د حل لپاره یې اړوندو ادارو ته لازم هدایت ورکړل.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۴:۱۹
Background image

*محترم الحاج قاري دین‌محمد «حنیف» د اقتصاد وزیر، د نړیوالې موسسې CRS له عمومي رئیس شان کلاهان او ورسره مل پلاوي سره د لیدنې پر مهال، د بشري مرستو د دوام، د معیشتي ستونزو اغېزمنې حل‌لارې او راستنېدونکو ته د لازمې اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې.*

په دې لیدنه کې، د اسیا او اروپا لپاره د CRS د سیمه‌ییز دفتر رئیس حسن محمد المهدي او په افغانستان کې د CRS د دفتر رئیسې مېرمن برانون مور هم ګډون درلود. د یادې موسسې مسؤلینو د کرنې او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۹:۴۶
Background image

په زابل ولايت کي (316) کورنیو ته څه باندي دوه (٢) ميليونه افغانی وويشل شوي

په زابل ولايت کي (316) کورنیو ته څه باندي دوه (٢) ميليونه افغانی وويشل شوي

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۵:۲۵
Background image

د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر له مشرې ډانیل اندریس او د اوچا له مشرې میرمن ایزابیل موسارډ سره وکتل.

نن یکشنبه د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې په ۲۳ نیټه چې د ۱۴۰۲ هجري شمسی، کال د میزان د میاشتې له ۱۶ مي نیټې سره سمون خوري د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر الحاج قاري دین محمد حنیف. . .

BACK TO NEWS