د غیر دولتي موسسو د انسجام ریاست د ارزونې عالي کمیسیون غونډه جوړه شوه.

habibi_admin
Tue, Jul 13 2021 8:46 AM
image

اقتصاد وزارت _افغانستان: د غیر دولتی موسسو د ارزونې عالی کمیسیون غونډه د اقتصاد وزارت د مالي او اداري معینیت سرپرست محمد طاهر روزي په مشرۍ او د یاد کمیسیون د غړو په حضور کې جوړه شوه.

په دې ناسته کې د غیر دولتي موسسو د قانون سره سم د (٢١) کورنیو غیر دولتي موسسو او (١) یوه یې بهرنۍ غیر دولتي موسسې په ګډون د (٢٢) غیر دولتي موسسو سندونو لومړنۍ څیړنې وشوې.

همدارنګه (٦) کورنۍ غیر دولتي موسسې بیا فعالې شوې او (٢) کورنۍ او یوه(١) بهرنۍ موسسه، چې دوی د ادارې د رییسانو د بورډ له لوري یې د نوم د تغیر غوښتنه شوې وه، تصمیم پرې ونیول شو.

همدارنګه یوه کورنۍ غیر دولتي موسسه د دې ادارې د مدیره هیئت په غوښتنه منحل شوه.

دا باید په یاد وساتل شي، چې نوموړې موسسې په مختلفو سکتورونو کې فعالیت کوي، لکه د روغتیا ، ټولنیزو خدماتو ، ښوونې او روزنې او کرنې په برخه کې د اساسنامې د اهدافو سره سم فعالیت کوي.

 

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS