په بلخ کې د ځینو پروژو لویې ستونزې وڅېړل شوې

habibi_admin
Sun, May 09 2021 8:33 AM
image

افغانستان- داقتصاد وزارت : د افغانستانو د روڼتیا لرلید د څار بورډ غونډه د بلخ ولایت د اقتصاد رییس جنت‌گل شرافت په مشرۍ، د افغانستان د روڼتیا لرلید موسسې ولایتي مسؤل عزیز مبارز، د څار بورډ د کمېټې غړیو، دریاستونو استازو، د پروژو تطبیق کوونکي شرکتونو مسؤلینو او د سیمې د ناظرینو په ګډون د اقتصاد ریاست په سالون کې جوړه شوه.

په یاد غونډه د پروژو پر لویو ستونزو، لکه:

په پروژو کې د بې کیفیته خېښتو کارول.

-په ټاکلې موده د پورونو نه ورکول.

- د پلي کوونکي شرکتونو له لوري اطلاعات نه وړاندې کول.

- د پروژې د کار په سیمه کې په پروژې پورې اړوند اسنادو نه شتون.

- د پلي کوونکي شرکت له لوري د کار په سیمه کې د منظم او مناسب پلان نه شتون.

-د ګارګرو له لوري د ایمني وسایلو څخه استفاده نه کول.

- د اړوندو ادارو لخوا د پروژو تخنیکي ستونزو ته پام نه کول او همدا ډول اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون څخه د شرکتونو پوهاوی نه درلودل، پکې شاملې و، چې ارزونه یې وشوه. او د هغوی څخه وغوښتل شول، چې په یادو مواردو باندې پام وکړي.

د روڼتیا لیدلوري بنسټ ولایتي مسؤل د قرباني ښوونځي د ودانۍ له پروژې، د افغانستان بانک د ودانۍ له پروژې، د بابع قمبر سړک د اسفالت او قیر کولو پروژې او د قرغان سړک د جوړولو پروژې د موندنو په اړه معلومات وړاندې کړل. او په پروژو کې د موجوده نیمګړتیاو او ننګونو د لرې کولو لپاره د اړوندو اداراتو پاملرنه یې وغوښتله او هم د هغو پروژو د بیرته پیل کېدلو غوښتنه یې وکړه، چې د هغوی چارې په بېلابېلو لاملونه له امله بندې شوې دي .

 

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS