په بلخ کې د ځینو پروژو لویې ستونزې وڅېړل شوې

habibi_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۹ - ۸:۳۳
image

افغانستان- داقتصاد وزارت : د افغانستانو د روڼتیا لرلید د څار بورډ غونډه د بلخ ولایت د اقتصاد رییس جنت‌گل شرافت په مشرۍ، د افغانستان د روڼتیا لرلید موسسې ولایتي مسؤل عزیز مبارز، د څار بورډ د کمېټې غړیو، دریاستونو استازو، د پروژو تطبیق کوونکي شرکتونو مسؤلینو او د سیمې د ناظرینو په ګډون د اقتصاد ریاست په سالون کې جوړه شوه.

په یاد غونډه د پروژو پر لویو ستونزو، لکه:

په پروژو کې د بې کیفیته خېښتو کارول.

-په ټاکلې موده د پورونو نه ورکول.

- د پلي کوونکي شرکتونو له لوري اطلاعات نه وړاندې کول.

- د پروژې د کار په سیمه کې په پروژې پورې اړوند اسنادو نه شتون.

- د پلي کوونکي شرکت له لوري د کار په سیمه کې د منظم او مناسب پلان نه شتون.

-د ګارګرو له لوري د ایمني وسایلو څخه استفاده نه کول.

- د اړوندو ادارو لخوا د پروژو تخنیکي ستونزو ته پام نه کول او همدا ډول اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون څخه د شرکتونو پوهاوی نه درلودل، پکې شاملې و، چې ارزونه یې وشوه. او د هغوی څخه وغوښتل شول، چې په یادو مواردو باندې پام وکړي.

د روڼتیا لیدلوري بنسټ ولایتي مسؤل د قرباني ښوونځي د ودانۍ له پروژې، د افغانستان بانک د ودانۍ له پروژې، د بابع قمبر سړک د اسفالت او قیر کولو پروژې او د قرغان سړک د جوړولو پروژې د موندنو په اړه معلومات وړاندې کړل. او په پروژو کې د موجوده نیمګړتیاو او ننګونو د لرې کولو لپاره د اړوندو اداراتو پاملرنه یې وغوښتله او هم د هغو پروژو د بیرته پیل کېدلو غوښتنه یې وکړه، چې د هغوی چارې په بېلابېلو لاملونه له امله بندې شوې دي .

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۵ - ۸:۳۰
Background image

د اقتصاد وزارت، سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د بین الوزارتي متقابلو همکاریو په تړاو بحث او خبرې وکړې.

اقتصاد وزارت _ افغانستان: د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي د سرحدونو او قبایلو چارو له وزیر محب الله صمیم سره وکتل.

دغه لیدنه، چې په اقتصاد وزارت کې ترسره شوه. د دواړو لوریو. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۴ - ۱۰:۴
Background image

د ولسي جرګې د ملي اقتصاد په کمیسیون کې د هیواد د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي ګډون

اقتصاد وزارت _ افغانستان: د هیواد د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي د ولسي جرګې د ملي اقتصاد په کمیسیون کې ګډون وکړ.

دا غونډه، چې په ملي شورا کې جوړه شوې وه، د عامې روغتیا وزارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۴ - ۸:۴۴
Background image

د البیروني پوهنتون په منځ کې د ۲.۵۷ کیلو متره سړکونو د جوړولو کار پیل شوی دی

اقتصاد وزارت _افغانستان: د البیروني پوهنتون په منځ کې د ۲.۵۷ کیلومتره سړکونو کار پیل شوی دی، چې د ۶۵ میلیونو افغانیو په ارزښت د هندوستان هیواد د مالي همکاریو په مرسته او د اقتصاد وزارت. . .

BACK TO NEWS