نن یکشنبه د ۲۱/۳/۱۴۰۲ هـ ش چې د ۱۴۴۴ کال ذوالقعدې د میاشتې له ۲۲ نیټې سره سمون خوري د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف د سوداګریزو فعالیتونو د ښه والي او د اړوندو  وزارتونو او ادارو ترمنځ د لازمې همغږۍ په موخه د هیواد له ملي سوداګرو سره وکتل.

press
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۱ - ۱۳:۱۶
نن یکشنبه د ۲۱/۳/۱۴۰۲ هـ ش چې د ۱۴۴۴ کال ذوالقعدې د میاشتې له ۲۲ نیټې سره سمون خوري د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف د سوداګریزو فعالیتونو د ښه والي او د اړوندو  وزارتونو او ادارو ترمنځ د لازمې همغږۍ په موخه د هیواد له ملي سوداګرو سره وکتل.

نن یکشنبه د ۲۱/۳/۱۴۰۲ هـ ش چې د ۱۴۴۴ کال ذوالقعدې د میاشتې له ۲۲ نیټې سره سمون خوري د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف د سوداګریزو فعالیتونو د ښه والي او د اړوندو  وزارتونو او ادارو ترمنځ د لازمې همغږۍ په موخه د هیواد له یو شمیر ملي سوداګرو سره وکتل.
په دې ناسته کې د افغانستان د سوداګرۍ خونې د رئیس حاجي محمد یونس مومند په مشرۍ د ۲۴ ملي سوداګرو یوه پلاوي چې په بېلابېلو هېوادونو کې فعالیت کوي، د سوداګرۍ او صنایعو خونې په بېلابېلو برخو کې د خپلو سوداګریزو فعالیتونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د سوداګریزو فعالیتونو د ښه والي په موخه یې خپل وړاندیزونه د اقتصاد وزارت له مشرتابه سره شریک کړل.
د اقتصاد وزارت سرپرست د ملي سوداګرو د فعالیتونو د هرکلي په ترڅ کې په هېواد کې د سوداګریزو فعالیتونو د ښه والي په برخه کې لازمې لارښوونې وکړې او د همکارۍ ژمنه یې وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۴:۱۹
Background image

*محترم الحاج قاري دین‌محمد «حنیف» د اقتصاد وزیر، د نړیوالې موسسې CRS له عمومي رئیس شان کلاهان او ورسره مل پلاوي سره د لیدنې پر مهال، د بشري مرستو د دوام، د معیشتي ستونزو اغېزمنې حل‌لارې او راستنېدونکو ته د لازمې اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې.*

په دې لیدنه کې، د اسیا او اروپا لپاره د CRS د سیمه‌ییز دفتر رئیس حسن محمد المهدي او په افغانستان کې د CRS د دفتر رئیسې مېرمن برانون مور هم ګډون درلود. د یادې موسسې مسؤلینو د کرنې او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۹:۴۶
Background image

په زابل ولايت کي (316) کورنیو ته څه باندي دوه (٢) ميليونه افغانی وويشل شوي

په زابل ولايت کي (316) کورنیو ته څه باندي دوه (٢) ميليونه افغانی وويشل شوي

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۵:۲۵
Background image

د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر له مشرې ډانیل اندریس او د اوچا له مشرې میرمن ایزابیل موسارډ سره وکتل.

نن یکشنبه د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې په ۲۳ نیټه چې د ۱۴۰۲ هجري شمسی، کال د میزان د میاشتې له ۱۶ مي نیټې سره سمون خوري د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر الحاج قاري دین محمد حنیف. . .

BACK TO NEWS