نن سه شنبه، ۲۰/۱۰/۱۴۰۱ هجری لمریز کال چې د ۱۷/۶/۱۴۴۴ هجری قمري کال سره سمون خوري د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاری دین محمد حنیف د افغانستان لپاره د سویډن کمیټی عمومی رئیس دانیال مدینی او ورسره پلاوی سره وکتل.

په دې کتنه کې د سویډن کمیټې عمومي رئیس په افغانستان کې د خپلو پروژو د تطبیق په برخه کې د اقتصاد وزارت له هر اړخیزې همکارۍ څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه:
د سویډن کمیټه له څه باندې څلویښتو کلونو راهیسې په دغه هیواد کې په ځانګړې توګه د روغتیا او پوهنې په برخه کې کار کوي او د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې د ښوونې او روزنې په برخه کې د محلي ټولګیو تر ټولو لوی تطبیق کوونکی دی.
دغه راز دغې کمېټې د وزارت رهبرۍ ته په ياده شوې څانګه کې د خپلو فعاليتونو د دوام ډاډ ورکړ.
د اقتصاد وزارت سرپرست د افغانستان د خلکو لپاره د سویډن کمیټې د کړنو د ستاینې په ترڅ کې ټولو کورنیو او بهرنیو موسسو ته د ولایتونو په کچه د خپلو پروژو د پلي کولو په موخه د لازمو اسانتیاوو برابرولو په برخه کې د دغه وزارت له ولایتي اقتصادي ریاستونو سره په همغږۍ د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.