*محترم الحاج قاري دین‌محمد «حنیف» د اقتصاد وزیر، د نړیوالې موسسې CRS له عمومي رئیس شان کلاهان او ورسره مل پلاوي سره د لیدنې پر مهال، د بشري مرستو د دوام، د معیشتي ستونزو اغېزمنې حل‌لارې او راستنېدونکو ته د لازمې اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې.*

press
Mon, Feb 09 2026 2:19 PM
*محترم الحاج قاري دین‌محمد «حنیف» د اقتصاد وزیر، د نړیوالې موسسې CRS له عمومي رئیس شان کلاهان او ورسره مل پلاوي سره د لیدنې پر مهال، د بشري مرستو د دوام، د معیشتي ستونزو اغېزمنې حل‌لارې او راستنېدونکو ته د لازمې اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې.*

په دې لیدنه کې، د اسیا او اروپا لپاره د CRS د سیمه‌ییز دفتر رئیس حسن محمد المهدي او په افغانستان کې د CRS د دفتر رئیسې مېرمن برانون مور هم ګډون درلود. د یادې موسسې مسؤلینو د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د بشري فعالیتونو، د نغدو پیسو د وېش او د راستنېدونکو لپاره د کوچنیو تشبثاتو د ملاتړ په تړاو، په مزارشریف او کندز ولایتونو کې د خپلو فعالیتونو او خدماتو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د همکاریو د دوام او د فعالیتونو د پراختیا لپاره یې د هېواد نورو ولایتونو ته د غځولو ډاډ څرګند کړ.

د اقتصاد وزیر د نړیوالې موسسې CRS له‌خوا د فعالیتونو د پراخېدو هرکلی وکړ او د یاد دفتر له مسؤلینو یې وغوښتل چې د بشري مرستو تر څنګ، د پراختیایي پروژو د تطبیق پر بهیر جدي تمرکز وکړي، د پروګرامونو په تطبیق کې شفافیت تأمین کړي او د فعالیتونو په پلي کېدو کې د متوازن پراختیا اصل په پام کې ونیسي.

د اقتصاد وزیر زیاته کړه چې د راستنېدونکو ستونزو ته رسېدنه د اسلامي امارت د کاري لومړیتوبونو له جملې څخه ده. دا مهال د هېواد په 25 ولایتونو کې 34 استوګنیز ښارګوټي د راستنېدونکو لپاره ځانګړي شوي دي. دغه استوګنیز ښارګوټي د عامه‌المنفعه تاسیساتو لکه د پاکو څښاک اوبو ته د لاسرسي، د سرپناهونو جوړولو، کلینیکونو، ښوونځیو او نورو اساسي ټولنیزو خدمتونو ته جدي اړتیا لري. له همدې امله اړینه ده چې همکارې موسسې د راستنېدونکو د استوګنیزو ښارګوټو کې د عامه‌المنفعه تاسیساتو په جوړولو، د حرفوي زده‌کړو له لارې د کاري فرصتونو په رامنځته کولو او د کارموندنې پروژو د تطبیق له لارې، د اړمنو خلکو د معیشتي او اقتصادي وضعیت د ښه‌والي لپاره لا زیاته همکاري وکړي.

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS