*محترم الحاج قاري دینمحمد «حنیف» د اقتصاد وزیر، د نړیوالې موسسې CRS له عمومي رئیس شان کلاهان او ورسره مل پلاوي سره د لیدنې پر مهال، د بشري مرستو د دوام، د معیشتي ستونزو اغېزمنې حللارې او راستنېدونکو ته د لازمې اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې.*
په دې لیدنه کې، د اسیا او اروپا لپاره د CRS د سیمهییز دفتر رئیس حسن محمد المهدي او په افغانستان کې د CRS د دفتر رئیسې مېرمن برانون مور هم ګډون درلود. د یادې موسسې مسؤلینو د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د بشري فعالیتونو، د نغدو پیسو د وېش او د راستنېدونکو لپاره د کوچنیو تشبثاتو د ملاتړ په تړاو، په مزارشریف او کندز ولایتونو کې د خپلو فعالیتونو او خدماتو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د همکاریو د دوام او د فعالیتونو د پراختیا لپاره یې د هېواد نورو ولایتونو ته د غځولو ډاډ څرګند کړ.
د اقتصاد وزیر د نړیوالې موسسې CRS لهخوا د فعالیتونو د پراخېدو هرکلی وکړ او د یاد دفتر له مسؤلینو یې وغوښتل چې د بشري مرستو تر څنګ، د پراختیایي پروژو د تطبیق پر بهیر جدي تمرکز وکړي، د پروګرامونو په تطبیق کې شفافیت تأمین کړي او د فعالیتونو په پلي کېدو کې د متوازن پراختیا اصل په پام کې ونیسي.
د اقتصاد وزیر زیاته کړه چې د راستنېدونکو ستونزو ته رسېدنه د اسلامي امارت د کاري لومړیتوبونو له جملې څخه ده. دا مهال د هېواد په 25 ولایتونو کې 34 استوګنیز ښارګوټي د راستنېدونکو لپاره ځانګړي شوي دي. دغه استوګنیز ښارګوټي د عامهالمنفعه تاسیساتو لکه د پاکو څښاک اوبو ته د لاسرسي، د سرپناهونو جوړولو، کلینیکونو، ښوونځیو او نورو اساسي ټولنیزو خدمتونو ته جدي اړتیا لري. له همدې امله اړینه ده چې همکارې موسسې د راستنېدونکو د استوګنیزو ښارګوټو کې د عامهالمنفعه تاسیساتو په جوړولو، د حرفوي زدهکړو له لارې د کاري فرصتونو په رامنځته کولو او د کارموندنې پروژو د تطبیق له لارې، د اړمنو خلکو د معیشتي او اقتصادي وضعیت د ښهوالي لپاره لا زیاته همکاري وکړي.
