دایکنډي ولایت کې د پراختیایي کمیتې غونډه ترسره شوه

habibi_admin
Thu, Jun 24 2021 8:24 AM
image

افغانستان- د اقتصاد وزارت: د دایکنډي ولایت د پراختیایي کمیتې غونډه PDC، د ولایت د اقتصادي او ټولنیزې مرستیالې فاطمه اکبري او د کمېټې نورو غړو په ګډون ترسره شوه.

په دې غونډه کې، د پراختیایي پروژو د پلي کولو پروسې په ګړندۍ کولو، د پراختیایي پروژو د بودجې په لګښت کې روڼتیا، په دایکنډي ولایت کې د هغو پروژو چې تر کار لاندې دي د چارو د پرمختګ او د دې کمېټې د تېرو غونډو د مصوباتو په اړه بحث وشو.

د دایکندي ولایت اقتصادي او ټولنیزې مرستیالې، د دې په یادولو سره چې په ولایت کې د پراختیایي پروژو د تطبیق په پروسو کې هیڅ کومه ستونزه شتون نه لري، د هغوی د تطبیق د پروسې په ګړندۍ کېدلو ټینګار وکړ.

په دې غونډه کې د غونډې د اجندا سره سم د پراختیایي پروژو د چارو د پرمختګ او د دې پروژو د بودجې د لګښت څرنګوالي او تعقیب په اړه د ګډون کوونکو له خوا لازمه پرېکړې ونیول شوې.

 

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS