د جمهوررئیس غني په مشرۍ د کابینې غونډه وشوه

habibi_admin
Tue, Jun 08 2021 10:51 AM
image

د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه، د کابینې د غړو او والیانو په ګډون د ویډیو کنفرانس له لارې نن غرمه جوړه شوه.

په دغه غونډه کې چې په ارګ کې ترسره شوه په پیل کې د تفتیش ادارې د کادر مقررې طرحه د یو مورد په اصلاح سره په پرنسیب کې تصویب شوه.

همداراز کابينې د بهرنيو چارو وزارت اصلاحاتي بستې په اړه خبرې وکړې، جمهور رئیس د ياد وزارت مسوولينو ته لارښوونه وکړه چې دغه اصلاحاتي بسته دې په درې مياشتو کې عملي او په اړه دې د جمهوري ریاست عالي مقام ته ډاډ ورکړي.

وروسته د کابینې غړو او والیانو د ازادو بحثونو پر مهال د سولې پروسې، د ملي او سیاسي اجماع د پیاوړتیا، له نظام څخه د دفاع په خاطر د کابینې غړو د رول، د دولتي ادارو د موثرو او ارزښتناکو خدمتونو وړاندې کولو د څرنګوالي، د وطنوالو ستونزو او شکایتونو ته د رسېدګۍ په موخه د واضح میکانیزم د ایجاد او نورو موضوعاتو په اړه خپل لیدلوري شریک کړل.

کابینې پرېکړه وکړه، په هرو دوو اونیو کې دې یاد بحثونه تکرار شي، ترڅو د کابینې غړي او والیان پر اړوند چارو سربېره د هیواد د ملي مسایلو په اړه هم خپل لیدلوري شریک کړي.

 

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS