د اقتصاد وزارت د مشرتابه غونډه ترسره شوه

habibi_admin
Sat, Jun 05 2021 2:08 PM
image

افغانستان-د اقتصاد وزارت: د اقتصاد وزارت د مشرتابه غونډه د اقتصاد وزیرې ډاکټرې کریمه حامد فاریابي په ریاست او د وزارت د معینتونو سرپرستانو، د مرکزي څانګو رییسانو او مسوولینو په ګډون ترسره شوه.

په دې غونډه کې، د کاري او اداري چارو په اړه په ځانګړي ډول د اقتصاد وزارت د مدیریتي او څارنیز سیستمونو د ګټنې په څرنګوالي، د ۱۴۰۱ مالي کال لپاره د پراختیایي پلان پر جوړونه، کرونا ناروغۍ سره د مبارزې پر لارې چارې او د مخکیني مشرتابه غونډې د پرېکړه شویو مواردو د پایلو په اړه بحث وشو.

د اقتصاد وزیرې، د وزارت کارکوونکو ته له کرونا ناروغۍ د مخنیوي لپاره د روغتیایي ټکو جدي نیولو په ټینګار سره، مسوولینو ته د مدیریتي او څارنیزو سیستمونو د موثره استفادې لپاره په ځانګړي توګه د MIS د معلوماتو د مدیریت سیستم د استفادې لپاره لازمه لارښوونه ورکړل شوه.

وروسته د مرکزي څانګو رییسانو او د ولایتونو ځینې رییسانو په زون واره توګه خپل د کړنو راپور، ننګونې او د خپلې ادارې کاري وړاندیزونه او هم د مخکینۍ غونډې د پرېکړو پایله د وزارت مشرتابه ته وړاندې کړل.

ډاکټر فاریابي، د اقتصاد وزارت د مرکزي او ولایتي بېلابېلو څانګو د کړنو راپورونو د اورېدلو وروسته، د کاري لومړیتوبونو پر بنسټ او د روغتیایي ټکو په پام کې نیولو سره، د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره په جدي توګه د کار او فعالیت پر دوام ټینګار وکړ او د غونډې د پرېکړو پر بنسټ مرکزي او ولایتي مسوولینو ته یې لازمه هدایت ورکړ.

 

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS