د اقتصاد وزیرې محترم ډاکټر کریمه حامد فاریابي د ارشاد، حج او اوقاف وزارت د پالیسۍ او پلان له مرستیال مولوي محمد عثمان طارق سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

habibi_admin
Wed, Mar 24 2021 11:13 AM
image

د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي د ارشاد، حج او اوقاف وزارت د پالیسۍ او پلان له مرستیال مولوي محمد عثمان طارق سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

د ارشاد، حج او اوقاف وزارت مرستیال د یاد وزارت د نوې برنامې، په باره کې وویل، چې دا برنامه د ښځو د شرعي حقونو څخه د ددوی پوهاوی، په کورني اقتصاد کې د ښځو ونډه او د میراث د حقونو او په نورو شرعي مسایلو کې د ښځو د خبراوي لپاره جوړیږي، او په همدې مورد یې د هیواد د اقتصاد وزیرې سره خبرې وکړې او په یاده برخه کې یې د اقتصادي معلوماتو د شریکولو لپاره د اقتصاد وزارت څخه د تخنیکي مرستې غوښتنه وکړه.

د اقتصاد وزیرې د یاده طرحه وستایله او دغه برنامه یې د ښځو له مهمو اړتیاوو څخه وبلله او د هغې پلي کېدا یې په ټولنه کې د ښځو د بریا لپاره اړینه وګڼل.

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS