د اقتصاد وزیرې د فاریاب ولایت د یو شمېر مشرانو سره وکتل

habibi_admin
Tue, Mar 02 2021 8:41 AM
image

۱۳۹۹/کب/۱۲

د هیواد د اقتصاد وزیرې د فاریاب ولایت له یو شمېر مشرانو سره وکتل. په پیل کې عبدالجلیل آور، اسدالله بهار او انجینیر محمد عالم مرآت د فاریاب د خلکو په ستونزو خبرې وکړې. او ددې ولایت د ستونزو په هوارولو، متوازنې پراختیا کې یې د اقتصاد وزارت د پاملرنې غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، چې په پراختیایي برخو کې ورته کمه توجو شوې ده.

وروسته ډاکتر کریمه حامد فاریابي د افغانستان د متوازنې پراختیا لپاره د اقتصاد وزارت ژمنه یاده کړه، چې پراختیایي چارو ته پاملرنه، د بی وزلۍ کمښت، مارکیټ جوړونه او د خصوصي سکتور څخه ملاټر د افغانستان اسلامي جمهوریت کاري لومړیتوبونو دي. او د افغانستان د سولې او پراختیا ملي چوکاټ دوهم سند له لارې به ورته کار ترسره شي

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS