د ولسي جرګې د ملي اقتصاد په کمیسیون کې د هیواد د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي ګډون

اقتصاد وزارت _ افغانستان: د هیواد د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي د ولسي جرګې د ملي اقتصاد په کمیسیون کې ګډون وکړ.
دا غونډه، چې په ملي شورا کې جوړه شوې وه، د عامې روغتیا وزارت ارشد استازي او د اهید موسسې مسوولین او ددې موسسې په کړنو شاکي وګړو هم پکې ګډون درلوده.
اهید یوه غیر دولتي موسسې ده، چې په تخار ولایت کې د صحت مندۍ پروژې د پلي کیدو مسوولیت لري، چې په یاده غونډه کې یې په ستونزو، روغتیایي پروژو په پلي کولو او قرضدارۍ باندې خبرې او بحث وشوې.
د ولسي جرګې د ملي اقتصاد رییس عبدالعزیز حکیمي د اهید موسسې د ستونزو په تړاو خبرې وکړې او له مسوولینو یې وغوښتل، چې د ستونزو د حل په موخه ورسره همکاري وکړي.
په دې غونډه کې ډاکټر فاریابي په تخار ولایت کې د یاد موسسې د کړنو څخه د اقتصاد وزارت د څارنې په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې: د اقتصاد وزارت په تخار ولایت کې د روغتیایي پروژو د تطبیق په بېلابېلو برخو کې د ستونزو د شتون په اړه د شکایتونو د لاسته راوړلو وروسته د هغوی د حل لپاره ژر تر ژره په لازم اقدام لاس پورې کړی دی.
ډاکټر فاریابي د اقتصاد وزارت له لوري د غیر دولتي موسسو د کړنو د انسجام، همغږۍ او ارزونې څخه ډاډ ورکړ او په هغوی پورې اړوند معلومات یې د ولسي جرګې د ملي اقتصاد کمیسیون سره شریک کړل.
ډاکټر فاریابي په دې ټینګار وکړ، چې د ملت کور ولسي جرګه کولای شي، چې د غیر دولتي موسسو د راپور ورکوونې د آن لاین سیستمNGOS_MIS په استفادې سره د غیر دولتي موسسو د کړنو او د هغوی له لوري د پروژو د تطبیق له څرنګوالي څخه څارنه وکړي. اغلې ژمنه وکړه، چې د ټولو هغو غیر دولتي موسسو لیست، چې په هېواد کې فعالیت کوي د ولسي جرګې د ملي اقتصاد کمیسیون سره به یې شریک کړي.
د یادونې وړ ده، چې اهېد موسسې په ۲۰۱۹ زېږیدیز کال کې د دواطلبي له لارې په تخار، نورستان او سمنګان ولایتونو کې د روغتیایي پروژو د پلي کولو مسوولیت لري.