د غیر دولتي موسساتو د قانون د تعدیل د طرحې په اختلافي مادو بحث؛

habibi_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۴ - ۸:۳۴
image

د غیر دولتي موسساتو د قانون د تعدیل په طرحه کې د شته اختلافاتو په موخه د تخنیکي کمیټې غونډه د اقتصاد وزارت حقوقي سلاکار سید ناصر خاضع او د غیر دولتي موسساتو د فعالیتونو د انسجام رییس احمد ریاض صدیقي د غیر دولتي موسساتو یو شمېر حقوقي سلاکارانو په ګډون په اقتصاد وزارت کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د غیر دولتي موسسو د قانون د تعدیل د طرحې په ځینو اختلافي مادو او فقرو باندې بحث وشو.

دا په داسې حال کې ده، چې د اقتصاد وزارت د غیر دولتي موسسو قانون د تعدیل په طرحه کې د غیر دولتي موسسو د لېد لوري او وړاندیزونو د زیاتولو په موخه لا تر اوسه څو ځلې مشورتي ناستې تر سره کړې دي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۴:۱۹
Background image

*محترم الحاج قاري دین‌محمد «حنیف» د اقتصاد وزیر، د نړیوالې موسسې CRS له عمومي رئیس شان کلاهان او ورسره مل پلاوي سره د لیدنې پر مهال، د بشري مرستو د دوام، د معیشتي ستونزو اغېزمنې حل‌لارې او راستنېدونکو ته د لازمې اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې.*

په دې لیدنه کې، د اسیا او اروپا لپاره د CRS د سیمه‌ییز دفتر رئیس حسن محمد المهدي او په افغانستان کې د CRS د دفتر رئیسې مېرمن برانون مور هم ګډون درلود. د یادې موسسې مسؤلینو د کرنې او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۹:۴۶
Background image

په زابل ولايت کي (316) کورنیو ته څه باندي دوه (٢) ميليونه افغانی وويشل شوي

په زابل ولايت کي (316) کورنیو ته څه باندي دوه (٢) ميليونه افغانی وويشل شوي

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۵:۲۵
Background image

د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر له مشرې ډانیل اندریس او د اوچا له مشرې میرمن ایزابیل موسارډ سره وکتل.

نن یکشنبه د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې په ۲۳ نیټه چې د ۱۴۰۲ هجري شمسی، کال د میزان د میاشتې له ۱۶ مي نیټې سره سمون خوري د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر الحاج قاري دین محمد حنیف. . .

BACK TO NEWS