د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي د اندخوي ولسوالۍ له یو شمېر متشبثینو میرمنو سره وکتل

habibi_admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۳ - ۸:۴۹
image

۱۳۹۹/ کب/ ۲۳

نن د شنبې په مازدیګر د هیواد د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي د اندخوي د څلورو ولسوالیو له یو شمېر متشبثینو میرمنو سره وکتل.

په دې لیدنه کې د فاریاب ولایت د اندخوي ولسوالۍ متشبثینو مېرمنو په یاد ولایت کې د ښځو د ځان بسیاینې لپاره د اقتصاد وزیرې ته د خپلو کړنو په اړه معلومات ورکړل.

د اقتصاد وزیرې د دوی د کړنو د ستاینې ترڅنګ د هېواد په اقتصادي پراختیا کې د اندخوي سیمې د خلکو او په خاصه توګه د یادې سیمې د میرمنو د تولیداتو او صنایعو ونډه اړینه وګنله.

همدارنګه ډاکټر فاریابي د هېواد د متشبثینو مېرمنو د اقتصادی فعالیتونو په رسمي کولو باندې هم ټینګار وکړ.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۴:۱۹
Background image

*محترم الحاج قاري دین‌محمد «حنیف» د اقتصاد وزیر، د نړیوالې موسسې CRS له عمومي رئیس شان کلاهان او ورسره مل پلاوي سره د لیدنې پر مهال، د بشري مرستو د دوام، د معیشتي ستونزو اغېزمنې حل‌لارې او راستنېدونکو ته د لازمې اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې.*

په دې لیدنه کې، د اسیا او اروپا لپاره د CRS د سیمه‌ییز دفتر رئیس حسن محمد المهدي او په افغانستان کې د CRS د دفتر رئیسې مېرمن برانون مور هم ګډون درلود. د یادې موسسې مسؤلینو د کرنې او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۹:۴۶
Background image

په زابل ولايت کي (316) کورنیو ته څه باندي دوه (٢) ميليونه افغانی وويشل شوي

په زابل ولايت کي (316) کورنیو ته څه باندي دوه (٢) ميليونه افغانی وويشل شوي

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۵:۲۵
Background image

د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر له مشرې ډانیل اندریس او د اوچا له مشرې میرمن ایزابیل موسارډ سره وکتل.

نن یکشنبه د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې په ۲۳ نیټه چې د ۱۴۰۲ هجري شمسی، کال د میزان د میاشتې له ۱۶ مي نیټې سره سمون خوري د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر الحاج قاري دین محمد حنیف. . .

BACK TO NEWS