د اقتصاد او پراختیا سکتور وزیرانو د پانګوونې راجلبولو لپاره د ځمکې څخه د موثرې استفادې په طرحه بحث وکړو

hurmat
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۸ - ۱۰:۶
image

د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي په خپل کاري دفتر کې د ځمکې او ښار جوړونې وزیر ښاغلي محمود کرزی، د عدلیې وزیر فضل احمد معنوي، د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني او د مالیې د وزارت مالي مرستیال حبیب ځدران د خصوصي سکتور څخه د ملاټر او پانګوالو ته د ځمکې د ویشلو په اړه خبرې وکړې.

د ناستې په پیل کې د اقتصاد وزارت د اقتصادي تحلیلونو د مرکز څیړونکو، په افغانستان کې د پانګوونې د اوسني وضعیت په اړه خپل معلومات وړاندې کړل. او د پانګوالو او متشبثینو لپاره د پانګوونې په روښانه فرصتونو خبرې وکړې. په دې غونډه کې د پانګوالو څخه د ملاټر او هڅونې لپاره د دولتي ځمکو ویشل اغیزمن وبلل او د خصوصي سکتورونو د پراختیا لپاره دا یو لوی فرصت وګنل شو.

وروسته د کابینې وزیرانو د خصوصي سکتور د ملاتړ او د دې لوی ارمان د پوره کولو لپاره په ګډ کار ټینګار وکړ.

همداراز د خصوصي سکتور د ملاتړ او د دوی لپاره د دولتي ځمکو د ویشلو د ملاټر میکانیزم د څرنګوالي په اړه د نورو کارونو د اجرا په موخه د یوې تخنیکي کمیټې په جوړولو باندې هوکړه وکړه.

په دې ناسته کې د اقتصاد وزارت مرستیالان او مشرتابه هم ګډون درلوده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۴:۱۹
Background image

*محترم الحاج قاري دین‌محمد «حنیف» د اقتصاد وزیر، د نړیوالې موسسې CRS له عمومي رئیس شان کلاهان او ورسره مل پلاوي سره د لیدنې پر مهال، د بشري مرستو د دوام، د معیشتي ستونزو اغېزمنې حل‌لارې او راستنېدونکو ته د لازمې اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې.*

په دې لیدنه کې، د اسیا او اروپا لپاره د CRS د سیمه‌ییز دفتر رئیس حسن محمد المهدي او په افغانستان کې د CRS د دفتر رئیسې مېرمن برانون مور هم ګډون درلود. د یادې موسسې مسؤلینو د کرنې او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۹:۴۶
Background image

په زابل ولايت کي (316) کورنیو ته څه باندي دوه (٢) ميليونه افغانی وويشل شوي

په زابل ولايت کي (316) کورنیو ته څه باندي دوه (٢) ميليونه افغانی وويشل شوي

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۵:۲۵
Background image

د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر له مشرې ډانیل اندریس او د اوچا له مشرې میرمن ایزابیل موسارډ سره وکتل.

نن یکشنبه د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې په ۲۳ نیټه چې د ۱۴۰۲ هجري شمسی، کال د میزان د میاشتې له ۱۶ مي نیټې سره سمون خوري د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر الحاج قاري دین محمد حنیف. . .

BACK TO NEWS