د افغانستان د اسلامي امارت د وزارتونو او خپلواکو ادارو د پلان او پالیسۍ د رئیسانو د همغږۍ غونډه د اقتصاد وزارت د کنفرانسونو په تالار کې د اقتصاد وزارت د مسلکي مرستیال ډاکتر عبدالطیف نظري په مشرۍ جوړه شوه.

press
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۳ - ۱۵:۱۵
 د افغانستان د اسلامي امارت د وزارتونو او خپلواکو ادارو د پلان او پالیسۍ د رئیسانو د همغږۍ غونډه د اقتصاد وزارت د کنفرانسونو په تالار کې د اقتصاد وزارت د مسلکي مرستیال ډاکتر عبدالطیف نظري په مشرۍ جوړه شوه.

نن سه شنبه د ۲۳/۳/۱۴۰۲ هجري لمریز کال  چی د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د ذوالقعدې د میاشتې د ۲۴ نیټې سره سمون خوري د افغانستان د اسلامي امارت د وزارتونو او خپلواکو ادارو د پلان او پالیسۍ د رئیسانو د همغږۍ غونډه د اقتصاد وزارت د کنفرانسونو په تالار کې د اقتصاد وزارت د مسلکي مرستیال ډاکتر عبدالطیف نظري په مشرۍ جوړه شوه.
غونډه د قرآن مجید د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل ، ورپسې د اقتصاد وزارت مرستیال د وزارتونو او خپلواکو ادارو د پلان او پالیسۍ رئیسانو ته ښه راغلاست ووایه او د اقتصاد وزارت، وزارتونو او خپلواکو ادارو ترمنځ د لا ښې همغږۍ ، په دندو کې د وظیفوي تداخل مخنیوي ،د راپورونو او معلوماتو د شریکولو کي اسانتیا او چټکتیا او د کار د چارو د ښه والي په موخه له ګډونوالو سره په لاندې موضوعاتو خبرې وکړې:
1.    د مرکزي او ولایتي ارزوني او راپور ورکولو سیسټم کې د پروژو ارقامو او معلوماتو د ثبتولو لپاره لږترلږه د یو کارمند (فوکل پاینټ) معرفی کول.
2.    د وزارتونو او ادارو لخوا د پرمختیایي پروژو له پلي کیدو وروسته د اړتیا وړ ارقامو او معلوماتو شریکول اقتصاد وزارت سره د اقتصادي ارزونې لپاره.
3.    د پروژو د تخنیکي اسنادو شریکول او په رسمي توګه د پروژې د تطبیق د پیل په اړه معلومات ورکول.
4.    د اقتصادي نظریاتو د څرګندولو لپاره د اقتصاد وزارت سره د پراختیايي او اقتصادي پلانونو او پروګرامونو شریکول.
5.    د پرمختیايي پروګرامونو او پروژو د پرمختګ په اړه اقتصاد وزارت ته په خپل وخت د ربع وارو راپورونو وړاندې کول.
6.    لاسته راوړنو، ننګونو، وړاندیزونو  او د حل لارو شریکول په ربع وارو راپورونو کې 
7.    اقتصاد وزارت ته د اقتصادي شاخصونو د پرمختګ په اړه د ارقامو او معلوماتو وړاندې کول.
د غونډې په پای کې د وزارتونو او خپلواکو ادارو د پلان او پالیسۍ رئیسانو اقتصاد وزارت رهبري ته د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ او د همغږۍ د لا ښه والي او کاري چارو د چټکتیا په موخه یې خپل نظریات او وړاندیزونه د اقتصاد وزارت رهبري  سره شریک کړل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۵:۲۵
Background image

د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر له مشرې ډانیل اندریس او د اوچا له مشرې میرمن ایزابیل موسارډ سره وکتل.

نن یکشنبه د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې په ۲۳ نیټه چې د ۱۴۰۲ هجري شمسی، کال د میزان د میاشتې له ۱۶ مي نیټې سره سمون خوري د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر الحاج قاري دین محمد حنیف. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۴:۲۵
Background image

د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف په هرات ولایت کې د زلزله ځپلو کورنیو ته د رسیدګۍ په موخه د کورنیو او بهرنیو غیر دولتي ادارو له مسوولینو سره د مرستو او بشردوستانه فعالیتونو د ګړندیتوب په موخه غونډه وکړه.

نن یکشنبه  د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې ۲۳ نیټه چې د ۱۴۰۲ هجري شمسی کال د میزان د میاشتې د ۱۶ نیټې سره سمون خوري الحاج قاري دین محمد حنیف د اقتصاد وزارت سرپرست د کورنیو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۱ - ۱۵:۳۸
Background image

د اقتصاد وزارت د رهبري پلاوي نوبتي غونډه د اقتصاد وزارت سرپرست، قاري دین محمد حنیف په مشرۍ جوره شوه.

نن سه شنبه د ۱۴۴۲/۶/۲۱ هـ ش نیټه چې د ۱۴۴۵/۲/۲۶ هـ ق نیټې سره سمون خوری د اقتصاد وزارت د رهبري پلاوي نوبتي غونډه د اقتصاد وزارت سرپرست، قاري دین محمد حنیف په مشرۍ، د اقتصاد وزارت مالي. . .

BACK TO NEWS