افغانستان سره د آلمان همکاري مطبوعاتي اعلامیه
د څارنې او ارزونې ملي پراختیایي پروژې: د افغانستان اقتصاد وزارت او له افغانستان سره د آلمان د همکارۍ اداره ګډو هڅو ته ادامه ورکوي
کابل، د ۱۳۹۷ کال د سلواغه میاشتې ۱۸مه نېټه - پرون ورځ، د افغانستان اقتصاد وزارت او له افغانستان سره د آلمان د همکارۍ د څارنې، ارزونې او عامه اړیکو پروګرام (MEC) د ۲۰۱۹ زېږدیز کال لپاره د تخنیکي همکارۍ تړون لاسلیک کړ. له ۲۰۱۵ زېږدیز کال را پدېخوا، د افغانستان د ملي پراختیایي پروژو د څارنې او ارزونې لپاره د اقتصاد وزارت ظرفیتونو لوړول د ګډو هڅو موخه ده. دا کار به د دې ډاډ رامنځته کړي چې دا هڅې به اغېزمنې، مؤثره، اړونده، دوامداره وي او د افغان ولس په ګټو باندې به یو رېښتینی اغېز ولري. د دې همکارۍ ټولټال بودیجه له ۸.۶ میلیونو افغانیو څخه زیاته ده.