نن له غرمې وړاندې د اقتصاد وزارت د رهبرۍ غونډه د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي په مشرۍ تر سره شوه

habibi_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۵ - ۹:۳۶
image

ددې غونډه په پیل کې د اقتصاد وزیرې د تېرې ونۍ د لوړ رتبه هیئت سفر د آسیا زړه په کنفرانس کې، چې د تاجکستان هیواد د دوشنبې په ښار کې جوړ شوی و د افغانستان د لاسته راوړنو او د هېواد د اقتصادي ارزښت په اړه معلومات ورکړل.

نوموړې یادونه وکړه، چې سږ کال( ۱۴۰۰) لمریز کال، د ثبات او خوځښت کال دې، نو د تېر کال د نابشپړو چارو په بشپړولو یې د جدي تعقیب امر وکړ.

همدارنه ډاکټر فاریابي د اقتصاد وزارت د ستراتیژیک پلان د بشپړیدو خبر هم ورکړ او وویل: چې ددې پلان د پلي کېدو پروسه به په راتلونکي نږدې ورځو کې پیل شي.

وروسته نورو مسؤلینو هم د ستراتیژیک پلان په اړه او د نوموړي پلان د پلي کېدو او عملي کېدلو لپاره په منظمې او مهمې تګلارې باندې ټینګار وکړ.

همدارنګه په یاده غونډه کې د اقتصاد وزارت پر ۱۶ کاري لوړیتوبونو باندې بحث ترسره شوه چې د اقتصاد وزارت د ستراتیژیک پلان پر بنسټ چمتو شوي دي.

همدارنګه په یاده غونډه کې  د غونډې د اجندا سره سم د وزارت د مرستیالانو، رییسانو او د بېلابیلو څانګو د مسؤلینو له لوري په پرمختګونو، ننګونو، ستونزو او کاري وړاندیزونه وړاندې شول.

د اقتصاد وزیرې د کاري راپورونو د اوریدو وروسته د کاري ننګونو د له منځه تللو په موخه په کاري برخو کې په زیات خوځښت او د مختلفو څانګو ترمنځ د همغږۍ په زیاتولو باندې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۵:۲۵
Background image

د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر له مشرې ډانیل اندریس او د اوچا له مشرې میرمن ایزابیل موسارډ سره وکتل.

نن یکشنبه د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې په ۲۳ نیټه چې د ۱۴۰۲ هجري شمسی، کال د میزان د میاشتې له ۱۶ مي نیټې سره سمون خوري د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر الحاج قاري دین محمد حنیف. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۴:۲۵
Background image

د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف په هرات ولایت کې د زلزله ځپلو کورنیو ته د رسیدګۍ په موخه د کورنیو او بهرنیو غیر دولتي ادارو له مسوولینو سره د مرستو او بشردوستانه فعالیتونو د ګړندیتوب په موخه غونډه وکړه.

نن یکشنبه  د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې ۲۳ نیټه چې د ۱۴۰۲ هجري شمسی کال د میزان د میاشتې د ۱۶ نیټې سره سمون خوري الحاج قاري دین محمد حنیف د اقتصاد وزارت سرپرست د کورنیو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۱ - ۱۵:۳۸
Background image

د اقتصاد وزارت د رهبري پلاوي نوبتي غونډه د اقتصاد وزارت سرپرست، قاري دین محمد حنیف په مشرۍ جوره شوه.

نن سه شنبه د ۱۴۴۲/۶/۲۱ هـ ش نیټه چې د ۱۴۴۵/۲/۲۶ هـ ق نیټې سره سمون خوری د اقتصاد وزارت د رهبري پلاوي نوبتي غونډه د اقتصاد وزارت سرپرست، قاري دین محمد حنیف په مشرۍ، د اقتصاد وزارت مالي. . .

BACK TO NEWS