بیلاروس هېواد افغانستان سره خپلو سوداګریزو او اقتصادي اړیکو ته وده ورکوي

hurmat
Tue, Nov 03 2020 9:44 PM
image

د اقتصاد وزارت نوماندې او سرپرستې وزیرې ډاکټرې کریمه حامد فاریابۍ نن افغانستان ته د بیلاروس هېواد له نا میشته سفیر اولیګ ایوانوف سره په خپل دفتر کې ولیدل.
په لیدنه کې د افغانستان او د بیلاروس جمهوریت تر مینځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او اقتصادي ملتیاو په اړه خبرې وشوې.
ښاغلي ایوانوف د تېر کال(۲۰۱۹) هوکړه شوي تړون پر بنسټ، افغانستان سره د ماشین آلاتو او کرنیزو محصولاتو ، لبنیاتو ، وسایطو او درملو په صنعت کې  د سوداګریزو اړیکو د پیل غوښتنه وکړه، او په راتلونکي پسرلي کې د دواړو هېوادونو تر مینځ د صادراتو او واردتو د پیل په موخه یاد هېواد ته آغلې فاریابۍ ته په بلنې سره خپل چمتوالې وښوده.
پایله کې ډاکټرې فاریابۍ د یاد هېواد له رسمي بلنې نه په مننې سره د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پراختیا ژمنه وکړه.

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS