قطر ته د افغان کارګرو لیږلو په اړه مشورې پیل شوې:

sediqi
Fri, Oct 30 2020 2:20 PM
moec3

د اقتصاد وزارت نومانده او سرپرسته وزیره ډاکټره کریمه حامد فاریابي او د کار او ټولنیزو چارو وزارت  سرپرست وزیر ښاغلی بشیر احمد ته ینچ، او د دوارو خواو کاري ټیم په ګډون د کار او ټولنیزو چارو وزارت په ناسته کې د قطر په ګډون عربي هیوادونو ته د افغان کارګرو د لیږلو پر پلان بحث وشو.

پیل کې،  د اقتصاد سرپرستې وزیرې قطر ته د تېرې میاشتې سفر په اړه چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولسمشر په مشرۍ د یوه لوړ پوړي پلاوي  په ګډون تر سره شوی وه او د خپلې لیدنې په اړه چې د قطر هېواد د اداري پراختیا ، کار او ټولنیزو چارو وزیر سره یې کړې وه خبرې وکړې او د د قطر هیواد له خوا دافغان کارګرانو د منلو چمتوالي خبر یې ورکړ.

وروسته ، د یاد تړون پر کړنلارو او په قطر کې د کارګرو کاري شرایطو څرنګوالي باندې بحث ترسره شو او، په کابل کې د افغان لوري د مسلکي او تخنیکي کمیټې د جوړولو په اړه لازمې پریکړې وشوې.

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS