د افغانستان اسلامي جمهوریت د اقتصاد وزیر ډاکټر مصطفی مستور د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي آغلې ډیبوره لیونز سره په آنلاین توګه وکتل.

sediqi
Wed, Aug 26 2020 1:29 PM
image

د افغانستان اسلامي جمهوریت د اقتصاد وزیر ډاکټر مصطفی مستور د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي آغلې ډیبوره لیونز سره په آنلاین توګه وکتل.

سر کې د اقتصاد وزیر ډاکټر مصطفی مستور د غیر دولتي موسسو قانون کې د تعدیل په اړه خبرې وکړې؛ او له غیر دولتي سازمانونو یې وغوښتل تر څو چې خپل ځانګړي نظرونه او وړاندیزونه په هغو ناستو کې چې د همدې طرحې لپاره جوړیږي، وړاندې کړي

همدارنګه ټینګار یې وکړ چې د اقتصاد وزارت د غیر دولتي موسسو د فعالیتونو محدودولو هڅه نه کوي ، مګر زموږ اصلي موخه د لرې پرتو او لږ پرمختللو سیمو ته متوازن او متمرکز خدمات چمتو کول دي ، چې موږ یې باید په دې برخه کې په ګډه همکارۍ وکړو.

د اقتصاد وزیر بیا د هغو جدي ستونزو په اړه چې د دوامداره پرمختیایي اهدافو په برخه کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي برنامې(UNDP) او اقتصاد وزارت ترمنځ د همکارۍ په پروسه کې راپورته شوې دي، خبرې وکړې.او د دې وضعیت دوام د زغمولو وړ ونه باله او د دې همکارۍ په لاره کې د جدي بدلونونو غوښتنه وکړه.

ورپسې ، آغلې ډيبورا لیونز د غیر دولتي موسسو قانون ته د تعدیل مسودې په اړه خبرې وکړې او د اقتصاد وزارت څخه یې د دې فرصت د برابرولو لپاره چې غیر دولتي موسسو او نړیوالو همکارانو ته خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندې کوي مننه وکړه.

او د دې پروسې دوام د دولتي بنسټونو او څانګو تر منځ د ګډې همکارۍ ، همغږۍ او هملورۍ د پیاوړتیا لپاره اغیزمنه وګنله.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي، ځانګړي استازي آغلې ډیبوره لیونز هم ژمنه وکړه چې د دوامدارې پراختیایي اهدافو په برخه کې به د سازمان پراختیایي اداره د اقتصاد له وزارت سره د همکارۍ په څرنګوالي کې بنسټیز بدلونونه راشي.

په پای کې ، د سولې او نوې کابینې په اړه هم بحثونه تر سره شول.

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS