د هېواد د اقتصاد وزیر ښاغلي ډاکټر مصطفی مستور نن د ماتېدونکي وضعیت هېوادونو لپاره د نړیوال بانک له ځانګړي استازي ښاغلي البرت جرارد کويندرز سره وکتل.

hurmat
Thu, Nov 28 2019 8:57 AM
image

په دغه لیدنه کې پر اوسني سیاسي او اقتصادي وضعیت او پر ثبات د هغه پر جانبي اغېزو بحث وشو. د اقتصاد وزیر د حکومت یو مهم لومړیتوب د اوسني سیاسي اقتصادي وضعیت سالم مدیریت وباله چې هسې نه اوسنی حالت د شخړې سرچینه شي. همدارنګه په نوو برنامو کې د نړیوال بانک د رول پر پیاوړتیا، نننیو اړتیاوو او تر سولې وروسته د اقتصادي پراختیا شرایطو ته په کتو د افغانستان د بیارغونې د وجهي صندوق پر راتلونکو پلانوو، ځوان نسل ته د کارموندنې او په کلیو کې د ښځو د اقتصادي فعالیتونو پر پراختیا بحث وشو. ۶ قوس ۱۳۹۸

 

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS