نن چهارشنبه د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د ذوالقعدې د میاشتې څلورمه نیټه د اقتصاد وزارت سرپرست محترم قاري دین محمد "حنیف" د دغه وزارت د کنفرانسونو په تالار کې د یو شمیر غیر دولتي موسساتو له مسوولینو سره وکتل.

press
Wed, May 24 2023 3:54 PM

په دې ناسته کې چې د اقتصاد وزارت په مشرۍ د ۳۲ کورنیو او بهرنیو غیر دولتي موسسو د رئیسانو او مسوولینو په ګډون جوړه شوې وه، لومړی د اقتصاد وزارت سرپرست د اقتصاد وزارت او سکتوري وزارتونو سره د غیردولتی موسسو د پروژو او پلانونو د همغږۍ او شریکولو د ښه والي په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه؛ زموږ هېواد د څو لسيزو جګړو او ناامنيو له شرايطو څخه راوتلی دی، چې د هېواد اقتصادي بنسټونو ته يې د سخت زيان اړولو ترڅنګ د کليو په کچه کوچني تاسيسات او زيربناوې هم زيانمنې کړې دي. زموږ د هېواد خلک اوس مهال د نړیوالې ټولنې بشري مرستو ته، او زموږ هېواد په ملي او سیمه ییزه کچه د اقتصادي زېربناوو بیارغونې ته اړتیا لري. د جوماتونو جوړول او ترميمول، د څښاک د پاکو اوبو د صحي شبکو غځول، د څښاک د اوبو د څاګانو کيندل، د چکډیمونو جوړول او د کليو په کچه نورې وړې پرمختيايي پروژې زموږ د خلکو له مهمو اړتياوو څخه دي. 
د اوسني اقتصادي وضعیت په پام کې نیولو سره باید ټولې غیردولتي موسسات هڅه وکړي چې خپل پروګرامونه، پروژې او فعالیتونه د خلکو د عاجلو اړتیاوو پر بنسټ ترتیب او له دغه وزارت او سکتوري ریاستونو سره په همغږۍ د کارموندنې د فرصتونو له لارې په تدریجي ډول د فقر کچه راټیټه کړي او همدارنګه دوی د متوازن انکشاف او د زیان منونکو سیمو او طبقو پیژندلو ته جدي پاملرنه کوي.
ورپسې د غیردولتي موسسو مسوولینو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د خپلو پروګرامونو او پلانونو په اړه د اقتصاد وزارت سرپرست ته معلومات ورکړل او په راتلونکي کې یې د اقتصاد وزارت ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS