د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند نن په خپل کاري دفتر کې د  قرغیزستان ولسمشر ځانګړي استازي طلعت بېک مصدقاف په مشرۍ پلاوي سره وکتل

press
Tue, Nov 08 2022 2:33 PM
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند نن په خپل کاري دفتر کې د  قرغیزستان ولسمشر ځانګړي استازي طلعت بېک مصدقاف په مشرۍ پلاوي سره وکتل

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند نن په خپل کاري دفتر کې د  قرغیزستان ولسمشر ځانګړي استازي طلعت بېک مصدقاف په مشرۍ پلاوي سره وکتل. په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ په سیاسي، اقتصادي او روغتیايي برخو کې په همکارۍ خبرې وکړې. محترم ملا صاحب د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي لرغونو اړیکو یادونه وکړه او د دوه اړخیزو اړیکو تقویت یې مهم وباله. نوموړي له قرغیزستان سره د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو د ټینګښت په برخه کې د اسلامي امارت د لا زیاتې همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې د افغانستان اسلامي امارت به هېڅ ډلې ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي. د قرغیزستان ولسمشر ځانګړي استازي ښاغلي طلعت بېک مصدقاف په افغانستان کې په بشپړ امنیت خوښي وښوده او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا ته په اشارې د افغانستان له روغتیایي سکټور سره د لازمې همکارۍ ژمنه وکړه.

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS