د اقتصاد وزارت او د نړیوال سازمان پراختیایي ادارې د ګډې کړنې د تعقیب په اړه مشورتي ناسته ترسره شوه.

habibi_admin
Tue, Jun 08 2021 8:35 AM
image

افغانستان- د اقتصاد وزارت: د اقتصاد وزارت او افغانستان کې د نړیوال سازمان پراختیایي ادارې د ګډې کړنې د تعقیب په اړه مشورتي ناسته په غیر حضوري او د اقتصاد وزارت د تحنیکي او مسلکي معینیت سرپرست محمد نبي سروش او د نړیوال سازمان د پراختیایي ادارې د استازي په ګډون ترسره شوه.

په غونډه کې د ملي داوطلبۍ راپور (SDGs VNR-2021) د وروستي کولو، د تلپاتې پراختیایي موخو د بیې ورکونې، د افغانستان د تلپاتې پراختیایي موخو پر بنسټ د اقتصادي موډلونو وروستي کولو، د هېواد د تلپاتې پراختیایي موخو مالي ستراتیژۍ او د څارنې او ارزونې د دشبورډ او میکانیزم په اړه، هراړخیز بحثونه وشول.

افغانستان کې د نړیوال سازمان د پراختیایي ادارې استازی، د دې ادارې لخوا د یادو شويو کړنو د پلي کولو ژمنه وکړه او د فعالیتونو د تطبیق د پروسې د ګړندي کولو هوکړه وشوه.

 

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS