دملې تدارکاتو غونډه ولسمشر محمد اشرف غني په مشری تر سره شوه

habibi_admin
Sun, May 23 2021 8:28 AM
image

د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډې د ګردیز ښار د حلقوي سړک د پروژې د تړون منظوري، د افغانستان بانک اړوند د افغانیو نویو بانکنوټونو د چاپ، د کابل ارغندي څخه جلال اباد پورې د ۲۲۰ کیلو ولټ مزو د ډیزاین، برابرولو، نصبولو او لېږدولو، د تورخم د پل او کانکرېټي سړک د جوړولو، د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې د اړتیا وړ د برېښنايي تذکرو د وېش مرکزونو لپاره د ۴۴۱ پایه لپټاپ کمپیوټرونو د برابرولو او تدارک، د هېواد نهو پوهنتونونو لپاره د انټرنټ او د مالیې وزارت اړوند مرکز او ولایتونو کې د تاسیساتو د فزیکي امنیت د تامین پروژې له بحث وروسته منظور کړې.

پر یادو پروژو د بحث پر مهال جمهور رئیس محمد اشرف غني یو ځل بیا ټینګار وکړ چې تدارکاتي ادارې دې د پروژو د تطبیق ټینګه څارنه او مدیریت وکړي او تدارکاتي ادارو ته ېې د کورنیو تولیدونکو شرکتونو د ملاتړ په اړه اړینې لارښوونې وکړې.

 

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS