د بلخ ولایت د ۱۴۰۱ ل کال اقتصادي او ټولنیزې پراختیا پلان تصویب شو.

habibi_admin
Thu, May 20 2021 12:00 PM
image

اقتصاد وزارت _افغانستان: د بلخ ولایت پراختیایي کمیټې جلسه د یاد ولایت مالي او اداري مرستیال استاد غلام فاروق خپلواک په مشرۍ او د ولایتي شورا رییس، د سکتوري ریاستونو د رییسانو، د ملل متحد د دفتر استازو او د همکارو مسسو په کډون د ولایت په مقام کې جوړه شوه.

پدې غونډه کې د بلخ ولایت د ۱۴۰۱ مالي کال د اقتصادي او ټولنیزې پراختیا پلان د ټولنې د اړتیاو او پراختیایي لومړیتوبونو له مخې د (۱۱۴) پراختیايي پروژو، چې د (۵۰۸۷۸۰۲۴۵۷) پنځه ملیارده او اتیا ملیونه ډالرو په مجموعي لکښت او اته سوه دوه زره او څلور سوه یو اتیا افغانيو په ارزښت د اتو سکتورونو په کچه تصویب شو.

همدارنګه د سکتوري ریاستونو پراختیایي لومړیتوبونه، پلانونه او وړاندیزونه، د پراختیایي پروژو د اغیزمن او پر وخت د پلي کولو پروسه کې پر ستونزې بحث وشو.

همدارنګه یو شمېر پراختیایي پروژې په دې کې شاملې دي:

په خلم ولسوالۍ د جهان نما بڼ زرغونه سیمه

د مزارشریف عامه کتابتون او ملي موزیم جوړول؛ امیري ښارګوټی

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اداري ودانۍ جوړول

- د بهرنیو چارو وزارت د اداري اداري ودانۍ جوړول

په خلم ولسوالۍ کې دالان کانال بيارغونه

چې د ولایتي پراختیایي همکارانو لخوا د تمویل لپاره په جلا توګه تصویب شوې.

 

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS