د اقتصاد وزیرې په کندهار کې د سوداګرو او صنعت‌کارانو ستونزې واورېدلې

habibi_admin
Thu, Mar 04 2021 9:28 AM
image

۱۳۹۹/ کب/ ۱۴، کندهار

د هیواد د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي د خپل سفر په ترڅ کې د پنجشنبې په ورځ په کندهار کې د سوداګرو او صنعت کارانو ستونزي او وړاندیزونه واورېدل. په دې لیدنه کې ولایت مقام مرستیال فیصل شیرزي، د ولسي جرگې وکیلان حاجي سیداحمد سیلاب او ګل احمد کمین هم حضور درلوده.

په غونډه کي د سوداګرو او صنعت‌ کارانو د سوداګریزو فعالیتونو په پراختیا، د صنعت وده، د فابریکو د ظرفیت او کیفیت لوړول، په ګمرک د سوداګریزو موټرونو د محصول پروسې لنډول او صنعتي پارک کي لازمي اسانتیاوي رامنځته کول د خپلو عمده ستونزو او وړاندیزونو په توګه یادې کړې.

د اقتصاد وزیرې ویل: د دې له پاره، چي په ټول افغانستان د پانګونې فرصتونه رامنځته شي او د پانګوني له پاره داسې چاپیریال جوړ شي، چي لویې پانګونې پکي راونغاړل شي او په صادراتو کي زیاتوالی راوړل شي، نو لازمه ده نړیوال ټرانزیټي سیسټم او هوایي دهلېزونو ته ځانګړې پاملرنه وکړو، تر څو په نړیوال تجارتي سیسټم کي د افغانستان ونډه زیاته کړو . تر څو په ځان بسیا او پر خپلو پښو ولاړ او د پردو له احتیاجه خلاص افغانستان ولرو.

د اقتصاد وزیرې په کندهار کي د اقتصادي او صنعتي فعالیتونو د زیاتوالي لپاره د نویو پروګرامونو د ترتيبولو سربېره سوداګرو او صنعت کارانو ته د ستونزو د حل ډاډ ورکړ.

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS