د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف په هرات ولایت کې د زلزله ځپلو کورنیو ته د رسیدګۍ په موخه د کورنیو او بهرنیو غیر دولتي ادارو له مسوولینو سره د مرستو او بشردوستانه فعالیتونو د ګړندیتوب په موخه غونډه وکړه.

press
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۴:۲۵
د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف په هرات ولایت کې د زلزله ځپلو کورنیو ته د رسیدګۍ په موخه د کورنیو او بهرنیو غیر دولتي ادارو له مسوولینو سره د مرستو او بشردوستانه فعالیتونو د ګړندیتوب په موخه غونډه وکړه.

نن یکشنبه  د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې ۲۳ نیټه چې د ۱۴۰۲ هجري شمسی کال د میزان د میاشتې د ۱۶ نیټې سره سمون خوري الحاج قاري دین محمد حنیف د اقتصاد وزارت سرپرست د کورنیو او بهرنیو غیر اماراتي موسسو له مسوولینو سره هرات ولایت کي د زلزلي له امله خلکو سره د مرستو او بشري کمکونو د چټکتیا په موخه غونډه وکړه.

 دغه غونډه چې د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر په مشری، مولوي محمد عالم جمیل مالي او اداري معین او د غیر اماراتي بنسټونو د فعالیتونو د همغږۍ رئیس مفتي عبدالسلام اشرفي، او د اقتصاد وزارت یو شمېر رئیسانو هم په کي ګډون درلود. د کورنیو او بهرنیو غیر اماراتي بنسټونو د مسوولینو او د ملګرو ملتونو سازمان یو شمیر دفترونو د استازو سره د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ کي د زلزله ځپلو خلکو سره د بشری مرستو او لاس نیوي د چټکتیا په موخه جوړه شوي وه.

 د اقتصاد وزارت سرپرست هرات ولایت کي د تیري ورځی  زلزلې له قربانیانو سره خپله خواخوږي او پیوستون څرګند کړ. د پیښی شهیدانو ته یی د لوی خدای ج له دربار څخه جنت الفردوس، مجروحینو ته کامل صحت او خوا ښوګو او کورنیو ته یی  د جمیل صبر او اعظیم اجر دعا وکړه او له ټولو کورنیو او بهرنیو مرستندویه موسسو څخه یې وغوښتل چې په بېلابېلو برخو کې اولیه کمکونه او د بشردوستانه مرستو او د چټکتیا په برخه کې د ا.ا.ا د وزارتونو او ادارو سره په همغږي  زیانمن شوو خلکو سره  پوره همکاري وکړي.

د غېر امارتي بنسټونو د فعالیتونو د انسجام رئیس مفتي عبدالسلام اشرفي د پېښې د څرنګوالي او د رامنځته شویو زیانونو په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، چې لومړنۍ احصایې او شمېرې ښيي، چې شاوخوا ۳۰۰۰ کورنۍ زیانمنې شوې دي. په پېښه کې له ۱۳ څخه تر ۱۵ پورې کلي ويجاړ شوي، اوس مهال د پېښې له ځايه د سلګونو شهيدانو جنازي او ټپيان را ايستل شوي دي او شواهد ښيي چې تر خاورو او خټو لاندې لا زيات قربانيان بند پاتې دي چی د بیلابیلو ادارو او وزارتونو تیمونو له خوا په ساحه کی کار جریان لری تر سو خلکو سره لازمی مرستی اوشي

په کار ده چی د غیر امارتی موسسو له خوا  زیانمنو  وکړو سره د لومړني مرستی لکه خوراکي توکو، خیمي او پوشاک، د څښاک صحي اوبه، روغتیايي خدمات او دارو برابرې کړي او په راتلونکي ګام کې د کورونو او د اوبو رسولو د شبکو په جوړولو او د مضررینو لپاره د لومړنیو خدمتونو په  برابولو او لازمو تسهیلاتو په برخه کې همکارۍ ته آماده ګی ولري

 په جلسه  کي د ملګرو ملتونو د دفترونو او د کورنيو او بهرنيو غيرامارتی بنسټونو (انجو ګانو) مسوولينو اقتصاد وزارت رهبري ته په هرات ولايت کې د پرونۍ زلزلې زيانمنو ته د خپلو فعاليتونو او بشري مرستو  رسولو په هکله معلومات ورکړل او د لازمو موستو د چټکتیا په هکله یی د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۴:۴۱
Background image

دیدار و گفتگوی وزیر اقتصاد با رئیس ان‌آر‌سی پیرامون مشکلات بیجاشدگان و کمک‌های اضطراری

در این دیدار، رابرت انزیکوا رئیس حمایوی و سرپرست فعلی موسسه ( ان –آر – سی NRC) از تداوم کمک های بشری و برنامه های حمایتی موسسه بین المللی هیئت ناروی برای مهاجرین در بخش های مساعدت های. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۴:۳۸
Background image

محترم الحاج قاری دین‌محمد «حنیف» وزیر اقتصاد، در دیدار با داکتر تاج‌الدین اویوالی رئیس صندوق پشتیبانی از کودکان سازمان ملل (یونیسیف) و سر پرست دفتر هیأت معاونت سازمان ملل در افغانستان، پیرامون فعالیت های بشری و رسیدگی به مشکلات عودت‌کنندگان گفتگو نمودند

در این دیدار، داکتر تاج‌الدین رئیس صندوق پشتیبانی از کودکان سازمان ملل (یونیسیف) و سرپرست دفتر هیأت معاونت سازمان ملل (یوناما) در افغانستان، از تداوم کمک های بشری و برنامه های حمایتی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۹:۵۶
Background image

برگزاری برنامه‌ی آموزشی و تخصصی رهبری استراتیژیک و پالیسی‌سازی

ریاست پالیسی و استراتیژی اقتصادی وزارت اقتصاد با همکاری نهاد بین‌المللی CTB و سازمان خدماتی و مشورتی Nile Mars ISO، برنامه آموزشی «رهبری استراتیژیک و پالیسی‌سازی» را با حضور شماری از. . .

BACK TO NEWS