په بادغیس کې د زلزلې ځپلو هیوادوالو سره د ا.ا.ا د غمرازۍ پيغام

sediqi

په بادغیس کې د زلزلې ځپلو هیوادوالو سره د ا.ا.ا د غمرازۍ پيغام

په ډیره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې تیره ورځ ناوخته د بادغیس ولایت په ټولو ولسوالیو خصوصا قادس کې شدیده زلزله رامنځته شوې چې زموږ هیوادوالوته يې درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د لومړنیو معلوماتو له مخې ۲۲ تنو هیوادوالو خپل ژوند له لاسه ورکړي ۴ تنه ټپیان او تر ۸۰۰ کورونه نړیدلي او زیانمن شوي دي.

د ا.ا.ا له مصیبت ځپلو هیوادوالو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوي، شهیدانو ته فردوس جنت، ټپيانوته عاجله شفا غواړي، کورنیو او خپلوانوته يې تسلیت وايي.

همدا ډول د ا.ا اړوندو مسئولینو او د حوادثو ضد وزارت په شمول ټولو مربوطه اداروته لارښونه کیږي چې هرڅه ژر سیمې ته خپلې طبي، خوراکي او لوژیستیکي مرستې ورسوي، د باقي خلکو د نجات لپاره هڅه وکړي، د کورونو، خیمو او نورو اړوندو اړتیاوو په اړه لازم اقدامات ترسره کړي.

موږ په نړیوالو مرستندویه ادارو او بشري نهادونو هم غږ کوو چې په بادغیس ولایت کې له مصیبت ځپلو سره مرستې وکړي او له موږ سره د دغه سترې واقعې په تړاو همکار واوسي.

له الله تعالی څخه غواړو چې زموږ بیچاره ولس له نورو دا ډول افاتو څخه مصئون وساتي او د بادغیس مصیبت ځپلوته جمیل صبر او جزیل اجر ورکړي. والسلام

د ا.ا.ا

۱۵/۶/۱۴۴۳هـ ق

۲۸/۱۰/۱۴۰۰هـ ش ــ 2022/1/18م