د اقتصاد وزیرې د نړیوال سازمان پراختیایي ادارې له رییس سره وکتل.

اقتصاد وزارت- افغانستان: اقتصاد وزارت او په کابل کې د نړیوال سازمان پراختیایي ادارې د ګډو کړنو د همغږۍ او تعقیبي غونډه د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فایابي او د نړیوال سازمان د پراختیایي ادارېUNDP رییس عبدالله الداردي په ګډون په اقتصاد وزارت کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د اقتصاد وزیرې د نړیوال سازمان د پراختیایي ادارې له همکاریو څخه د خوشحالی په څرګندولو د یادې ادارې فعالیتونه په اوسني شرایطو کې د افغانستان لپاره ګټور وبلل.
دواړو لوریو د تلپاتې پراختیا موخو د اجراییوي کمیټې د چارو په پروسه کې په ګډو همکاریو او د پروسې په ګړندي کولو او د تلپاتې پراختیا موخو د سکرتریت په بېرته فعالېدلو یې ټینګار وکړ. د نړیوال سازمان د پراختیایي ادارېUNDP رییس ژمنه وکړه، چې د تلپاتې پراختیا موخو له سکرتریت سره د ګډو همکاریو په لور به په ګډه کار وکړي.