د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د قطر په پلازمېنه دوحه کې له امریکا سره د لاسلیک شوي تړون د درېیمې کلیزې په مناسبت ارګ کې جوړو شوو مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

press
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۱ - ۹:۳۵
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د قطر په پلازمېنه دوحه کې له امریکا سره د لاسلیک شوي تړون د درېیمې کلیزې په مناسبت ارګ کې جوړو شوو مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د قطر په پلازمېنه دوحه کې له امریکا سره د لاسلیک شوي تړون د درېیمې کلیزې په مناسبت ارګ کې جوړو شوو مراسمو کې ګډون او وینا وکړه. په دغه نمانځغونډه کې د کابینې محترمو غړو او ډېری لوړپوړو دولتي چارواکو هم ګډون کړی و.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند یادو مراسمو ته د خپلې وینا پر مهال وویل، الحمدلله له ډېرو قربانیو، ستړیاوو او زحمتونو وروسته د الله تعالی په مرسته او د دوحې تړون پر اساس په افغانستان کې د شل کلن اشغال پای ته رسېدو ته زمینه برابره شوه. د کب لسمه د افغانستان په تاریخ کې یوه مهمه ورځ ده، چې پر دې ورځ د اشغال پر تابوت وروستی مېخ ټک وهل شو.
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، د دوحې مذاکراتو پر مهال د اسلامي امارت سیاسي کمېسیون شپه او ورځ پرته له کومې ستړیا د شریعت، پر الله تعالی باندې د پوره باور او ملي ارزښتونو په پام کې نیولو سره له امریکايي لوري سره مذاکرات ترسره کړل. د یادو مذاکراتو پر مهال د اسلامي امارت د ټولو مشرانو او مذاکراتي ټیم د غړو تر منځ پوره اعتماد، اخلاص او صداقت موجود و، پر هره لویه او کوچنۍ خبره د شریعت او ملي ګټو په پام کې نیولو سره مشوره کېدله.
محترم ملا صاحب وویل، د دوحې په تړون کې هېڅ داسې څه نه دي لاسلیک شوي چې هغه دې له ملت پټ وي، موږ ته د مذاکراتو پر مهال ډېرو وویل، چې تاسې به حتمن له امریکایانو سره پټې معاملې لری، ځکه امریکا د نړۍ ستر طاقت دی؛ خو نن مو ثابته کړه چې له امریکا سره هېڅ پټه معامله نه ده شوې، هېڅ اډه او پردی پوځي په افغانستان کې نشته او پر ټول هېواد اسلامي امارت حاکمیت لري.
محترم ملا صاحب د دوحې تړون په اړه زیاته کړه، اسلامي امارت د دوحې له تړون څخه سرغړونه نه ده کړې، خو برعکس بیا امریکا خپلې کړې وعدې نه دي پر ځای کړې. د افغانانو ملي شتمني یې کنګل کړې، د اسلامي امارت مشرانو نومونه یې له تور لېست څخه نه دي ایستلي، پر افغانستان یې بندیزونه لګولي او نړۍ یې له اسلامي امارت سره له تعامل څخه راګرځولې. موږ له نړۍ او امریکا سره مثبت تعامل غواړو، دوی باید پر افغانستان لګېدلي بندیزونه لرې او هرڅه د خبرو له لارې حل کړي.
د غونډې په پای کې محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د اسلامي امارت ټولو مسؤلینو څخه غوښتنه وکړه، چې خپلو مسؤلیتونو ته متوجې و اوسي او په ډېر صداقت سره د دغه ځورېدلي ملت خدمت وکړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۴:۴۱
Background image

دیدار و گفتگوی وزیر اقتصاد با رئیس ان‌آر‌سی پیرامون مشکلات بیجاشدگان و کمک‌های اضطراری

در این دیدار، رابرت انزیکوا رئیس حمایوی و سرپرست فعلی موسسه ( ان –آر – سی NRC) از تداوم کمک های بشری و برنامه های حمایتی موسسه بین المللی هیئت ناروی برای مهاجرین در بخش های مساعدت های. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۴:۳۸
Background image

محترم الحاج قاری دین‌محمد «حنیف» وزیر اقتصاد، در دیدار با داکتر تاج‌الدین اویوالی رئیس صندوق پشتیبانی از کودکان سازمان ملل (یونیسیف) و سر پرست دفتر هیأت معاونت سازمان ملل در افغانستان، پیرامون فعالیت های بشری و رسیدگی به مشکلات عودت‌کنندگان گفتگو نمودند

در این دیدار، داکتر تاج‌الدین رئیس صندوق پشتیبانی از کودکان سازمان ملل (یونیسیف) و سرپرست دفتر هیأت معاونت سازمان ملل (یوناما) در افغانستان، از تداوم کمک های بشری و برنامه های حمایتی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۹:۵۶
Background image

برگزاری برنامه‌ی آموزشی و تخصصی رهبری استراتیژیک و پالیسی‌سازی

ریاست پالیسی و استراتیژی اقتصادی وزارت اقتصاد با همکاری نهاد بین‌المللی CTB و سازمان خدماتی و مشورتی Nile Mars ISO، برنامه آموزشی «رهبری استراتیژیک و پالیسی‌سازی» را با حضور شماری از. . .

BACK TO NEWS